په بغني ولسوالۍ کي د مجاهدینو د اصلاح او روزني درې ورځنی سیمینار پیل سو:

  دا چي د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي، مرکزي او شمالي ولسوالیو د دوهم ځل نظارت او څېړني لپاره یوه اونۍ مخکي ټولو ولسوالیو ته ګډ باصلاحیته استازي لېږل سوي دي ورسره سم د هلمند ولایتي ادارې له لوری یاد استازو ته دنده سپارل سوې وه ترڅو په ټولو ولسوالیو کي د دیني […]

 

دا چي د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي، مرکزي او شمالي ولسوالیو د دوهم ځل نظارت او څېړني لپاره یوه اونۍ مخکي ټولو ولسوالیو ته ګډ باصلاحیته استازي لېږل سوي دي ورسره سم د هلمند ولایتي ادارې له لوری یاد استازو ته دنده سپارل سوې وه ترڅو په ټولو ولسوالیو کي د دیني عالمانو او شیخانو په واسطه د مجاهدینو د لا ښه اصلاح او روزني لپاره په هري ولسوالۍ کي درې ورځني سیمینارونه جوړ کړي چي په همدې اساس نن د جمعې په ورځ د بغني ولسوالۍ په دریمه حوزه کي د یادي ولسوالۍ د مجاهدینو د اصلاح، روزني او تربیې لپاره دوی ته درې ورځنی سیمینار پیل سو، چي د پروګرام په پیل کي یې د دغه سیمینار د مسؤل شیخ مولوي عبدالحمید صاحب ترڅنګ د بغني ولسوالۍ مجاهدینو، د حوزو مسؤلینو او علماء کرامو هم ګډون کړی وو.

یاد سیمینار د حافظ سعید صاحب لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سو، وروسته د مولوي عبدالباري شفیع الله صاحب لخوا د پروګرام ګډونوالو ته د صفونو د تصفیې د کمیسیون په اړه معلومات وړاندي سوه، نوموړي د صفونو تصفیې د کمیسیون د معرفت ترڅنګ د یاد کمیسیون د ارزښت، دندو، او مسؤلیتونو په اړه خبري وکړې.
تر دې وروسته مولوي باز محمد سروري صاحب د نیت او اخلاص په اړه وینا وکړه، نوموړي مجاهدینو ته په خطاب کي هغوی ته د خپلو نیتونو د اصلاح په اړه سپارښتني وکړې.

وروسته د یاد سیمینار مسؤل شیخ صاحب د دغه سیمینار لائحه د پروګرام ګډونوالو ته تشریح کړل، همدارنګه یې د دغه سیمینار پر ارزښت، اهمیت او ګټو خبرې وکړې د نوموړي په وینا : له دې سیمینار څخه یې موخه د مجاهدینو اصلاح، دیني تربیه او د ولس سره پر ښه چلند کولو د دوی هڅول دي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۱ هـ ق