نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د بغني ولسوالۍ په دريمه حوزه کي د شاغمبر په سيمه کي د مجاهدينو د اصلاح او روزني د سيمينار دوهمه ناسته په داسي حال کي ترسره سوه چي پکښي د مجاهدينو ترڅنګ ددغه ولسوالۍ امنیه قومندان صفاء مولوی صاحب، د بغني ولسوال عبیدي حاجي مولوي صاحب، د حوزو مسؤلینو، شيخانو، علماء […]
تېره ورځ د بغني ولسوالۍ په دريمه حوزه کي د شاغمبر په سيمه کي د مجاهدينو د اصلاح او روزني د سيمينار دوهمه ناسته په داسي حال کي ترسره سوه چي پکښي د مجاهدينو ترڅنګ ددغه ولسوالۍ امنیه قومندان صفاء مولوی صاحب، د بغني ولسوال عبیدي حاجي مولوي صاحب، د حوزو مسؤلینو، شيخانو، علماء کرامو، قومي مشرانو او ديادي ولسوالۍ اوسېدونکو ګډون کړی وو.
دغه سيمينار چي د امربالمعروف له لوري جوړ سوی و، د غونډي پيل يې حافظ سعید صاحب د قرانکريم دڅو مبارکو ایاتو په تلاوت کولوسره وکړ.
ورپسې مولوي عصمت الله قایم بالله صاحب ومجاهدینو ته د ولس سره د ښه چلند، دهغوی د زړونو د خپلولو او دهغوی سره د ستونزو په وخت کي د همکارۍ کولو اړوند سپارښتني وکړې.
همداراز مولوي عبدالقیوم مظهری صاحب مجاهدینو ته د بیت المال د صحيح استعمال په اړه سپارښتني وکړې نوموړي وويل: له بيت المال سره ډېر احتياط کوی، له بيت المال له څخه شخصي استفاده مه کوئ ترڅو د قيامت په ورځ د الله تعالی په وړاندي ملامت ونه اوسئ.
همدارنګه شیخ عبدالحمید سیف الاسلام صاحب د امرباالمعروف او جلب وجزب په اړه د سيمينار ګډونوالو ته وينا وکړل او همدارنګه يې د امربالمعروف او جلب و جذب قوانين تشريح کړل.
د ياد سيمينار دوهمه غونډه د درشاه اخندزاده په دعائيه وينا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۳ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.