په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سیلابځپلو هېوادوالوسره د خواخوږۍ پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړه چې په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې د سیلابونو له امله زموږ لسګونه تنه هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي، ګڼ کورونه ویجاړ شوي او نور هم خلکوته دراني مالي زیانونه اوښتي دي. د افغانستان اسلامي امارت د دغې غمیزې له امله ټولو […]

بسم الله الرحمن الرحیم
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړه چې په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې د سیلابونو له امله زموږ لسګونه تنه هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي، ګڼ کورونه ویجاړ شوي او نور هم خلکوته دراني مالي زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د دغې غمیزې له امله ټولو شهیدانوته جنة الفردوس، ټپيانوته عاجله شفا او زیانمنو شوو کورونیو ته نعم البدل غواړي.
همدا ډول د شهیدانواو زخمیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښيي، د حوادثو په وړاندې د مبارزې وزارت، د دفاع او کورنیو چارو وزارت او همدا از د ولایتونو مسئولینو ته لارښونه کیږي چې هرڅه ژر د خلکو د نجات، د شهیدانو د رایستلو او د ټپيانو د معالجې لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.
همدا راز له هېوادوالو څخه غواړو چې د خپلو مصیبت ځپلو وروڼو سره د مرستې لپاره میدان ته را ودانګي او هرڅه چې په توان کې وي، له سیلابځپلو سره یې شریک کړي.
اسلامي امارت به هم د ټولو ممکنه امکاناتو په کارولو سره د خپل ولس په خدمت کې وي.
الله تعالی دې نور زموږ ولس له آفاتو او بلیاتو څخه وساتي او مصبیت ځپلو ته دې جمیل صبر ورنصیب کړي. آمین یارب العلمین
د افغانستان اسلامي امارت
۲/۱۱/۱۴۴۵هـ ق
۲۱/۲/۱۴۰۳هـ ش ــ ۲۰۲۴/۵/۱۰ م