نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کي پرون پکشنبه د درېیو خیریه بنسټونو سرې میاشتي ټولني، د طبعي پېښو پر وړاندي مُبارزې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست لخوا د ۱۲۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره غیري خوراکي توکو مرسته وشوه یادي کورنۍ د تېري یوې اونۍ بارانونو او سېلابونو د اورېدو او راتلو له […]
دهلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کي پرون پکشنبه د درېیو خیریه بنسټونو سرې میاشتي ټولني، د طبعي پېښو پر وړاندي مُبارزې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست لخوا د ۱۲۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره غیري خوراکي توکو مرسته وشوه یادي کورنۍ د تېري یوې اونۍ بارانونو او سېلابونو د اورېدو او راتلو له امله ځپل سوي وې،چي پرون ورته ۷ قلمه غیري خوراکي توکي ورکړل شول
په دغه مرسته سویو توکو کي هري سېلاب ځپلي کورنۍ ته یوه خېمه ، ۶ شړۍ، یو ترپال، د پخلنځي یو بشپړ کیټ ،د اوبو لپاره شل لیتره دوې ډبې ، کوټونه او دغه راز د غیري خوراکي توکو ترڅنګ ۵۰ کیلو ورجي هم شاملي وې.
پر همدې مهال د سرې میاشت رئیس مولوي فضل محمد فضلي صاحب باختر آژانس ته وویل؛ د یادو ۱۲۰ سېلاب ځپلو اړمنو کورنیو سروې په شفافه توګه سوې او مستحقي کورنۍ په نښه شوي دي. نوموړي د یادو خیره بنسټونو څخه د منني ترڅنګ زیاته کړه، چي په هیواد بیا په ځانګړي توګه هلمند کي زیات هیوادوال بې وزله او غریب دي چي په وینا یې اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري. غوښتنه یې وکړه،چي ټول مرستندویه ادارې دي د روان اقتصادي ناورین د مخنیوي په برخه کي د جګړه ځپلو، بې ځایه سویو او بې وزله کسانو سره مرستي وکړي.
د غه راز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست رئیس مولوي الله داد انقیادي د باختر آژانس خبریال ګل محمد غورځنګ ته وویل؛ چي د ولایت مقام لخوا بېړنۍ کمېټه جوړه او د یادو کورنیو سروې یې په رڼا او شفافه توګه د یادي کمېټې لخوا ټاکل سوي سروې ټیم د باباجي ولسوالۍ په یوشمېر سیمو کي کړې.
نوموړی وایي، اسلامي امارت د بې وزلو او اړمنو کورنیو د غوراوي شفاف او واضح مېکانیزم لري او په دې برخه کي یې د ټولو داخلي او بهرني مرستندویانو غوښتنه وکړه ، چي د بې وزله او غریبو هیوادوالو سره بشري اړیني مرستي وکړي.
دغه راز د ضد حوادثو رئیس قاري عبدالباري فیاض بیا وویل؛ په راتلونکي کي د باباجي ترڅنګ په نورو ولسوالیو کي به هم د دوی مرستي دوام ولري چي په وینا یې د سروې پر مهال به مستحق کسان په نښه کېږي او چا ته به اجازه ورنه کړي چي غیر مستحقي کورنۍ سروې او مرستي ورکړي.
د جانان او خان محمد په نوم دوه تنه چي د ورستیو اورښتنو له امله سېلابو ځپلي وه او نن یي مرسته ترلاسه کړه وایي، زیات خوښ یو چي د یادو توکو مرسته راسره و شوه نوموړو زیاته کړه، خوراکي او غیري خوراکي توکو ته یي زیاته اړتیا وه چي په وینا یي د سېلابونو له امله یې کورونه ونړېدل او اوس له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي.
هغوی غوښتنه کول ،چي یاده مرسته د دوی لپاره بسنه نه کوي اسلامي امارت او نور مرستندویه بنسټونه دي راسره ورته نوري بشري اړیني مرستي هم وکړي.
د یادوني وړه ده ،چي هلمند کي د یادو مرستندویه بنسټونو ترڅنګ نوري نړیوالي مرستندویه مؤسسې هم په بېلا ـ بېلو برخو کي بوختي دي او د اړمنو او بې وزله کورنیو سره یې د مرستو لړۍ دوام لري.
نېټه؛۱۴۴۳/۶/۷ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.