په باباجي ولسوالۍ کي د مجاهدینو د اصلاح او روزني په موخه جوړ سوی درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.

  دا چي د هلمند ولایت مقام له لوري د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت په موخه یو هیئت لېږل سوی وو او ترڅنګ یې دوی ته ویل سوي وه چي په هري ولسوالۍ کي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړئ چي د مجاهدینو د اصلاح او روزني په موخه د دیني عالمانو په واسطه دوی […]

 

دا چي د هلمند ولایت مقام له لوري د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت په موخه یو هیئت لېږل سوی وو او ترڅنګ یې دوی ته ویل سوي وه چي په هري ولسوالۍ کي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړئ چي د مجاهدینو د اصلاح او روزني په موخه د دیني عالمانو په واسطه دوی ته سیمینارونه جوړ کړي نو په همدې اساس په باباجي ولسوالۍ د مجاهدینو د اصلاح او روزني په موخه درې ورځنی سیمینار پیل سوی وو چي تېره ورځ پای ته ورسېد.
د یاد سیمینار د پیل په غونډه کي د باباجي ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي مختارصاحب، امنیه قومندان محترم سيف الرحمن صاحب، د امربالمعروف مدير سروري مولوي صاحب، د فقهي مجالسو مسئول شيخ مولوي خاکسارصاحب، ددې ولسوالۍ مفتي مولوي نعمت الله ثاقب صاحب، د حوزو مسئولينو، د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکو، مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
د یاد سیمینار د اولي ورځي پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وسو، ورپسې علماء کرامو مجاهدينو ته دنيت پر اصلاح، د خپل صورت او سيرت پرشريعت برابرولو ، تقوا او اطاعت پر موضوعاتو بيانونه وکړل، وروسته د یادي ولسوالۍ د مفتي مولوي نعمت الله ثاقب لخوا د امارت پر عمومي لایحه خبري وسوې.

د سیمینار دوهمه ورځ هم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه د سیمینار په دوهمه ورځ هم د باباجي ولسوال محترم الحاج مختارصاحب، د امربالمعروف اونهي عن المنکر مدير سروري مولوي صاحب، ددې ولسوالۍ د مرکزي دارالافتاء مسئول شيخ مولوي محمدنبي ثاقب صاحب، دفقهي مجالسو معاون شيخ مولوي محمد طاهر صاحب، دحوزو مسئولينو، مجاهدینو اوګڼ شمير نورو مشرانو علماء کرامو ګډون درلود وروسته د سیمینار ګډونوالو او مجاهدینو ته د بيت المال د حفاظت، د مجاهدینو پر مسؤلیتونو او د خپل ولس سره دښه سلوک او نیک چلند پر موضوعاتو مفصلي خبري وسوې او په وروستیو کي د صفونو د تصفيې کمیسیون لایحه د مولوي جمعه ګل صاحب لخوا ولوستل سوه.

د سیمینار په وروستۍ ورځ د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو د تلاوت کولو وروسته مجاهدينو ته د شل کلن اشغال په مقابل کي د جهاد او مبارزي پر اهميت، د ولس د حريت، خپلواکۍ او ازادى د نعمت او ددې نعمت دشکر اداء کولو په اړه خبري او سپارښتني وسوې.
وروسته د انصاري مولوي صاحب لخوا د امربالمعروف لایحه د سیمینار ګډونوالو ته تشریح سوه ورپسې د نورو دیني عالمانو او مشرانو له لوري مجاهدینو ته د ولس سره پر ښه چلند، د ولس د زړونو د خپلولو، ددوی ستونزو ته د غوږ نیولو او ددوی ترمنځ پر عدل د فیصلو کولو په اړه سپارښتني وسوې.
یاد درې ورځنی سیمینار په دعائیه وینا پای ته ورسېد.

نيټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۱ هــ ق