نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فارس نیوز د راپور له مخې، د ایراني پلاوي او د ۱+۴ هیوادونو تر منځ نن د اتریش په پلازمېنه وین کې په ایران د بندیزونو د لرې کولو په موخه خبرې پیل شوي دي. په دغو خبرو کې د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر ”علي باقري“ او د اروپایي اتحادیې د خارجي سیاست […]
د فارس نیوز د راپور له مخې، د ایراني پلاوي او د ۱+۴ هیوادونو تر منځ نن د اتریش په پلازمېنه وین کې په ایران د بندیزونو د لرې کولو په موخه خبرې پیل شوي دي.
په دغو خبرو کې د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر ”علي باقري“ او د اروپایي اتحادیې د خارجي سیاست مرستیال ”انریکه مورا“ سربېره د آلمان، فرانسې، برېتانیا، روسیې او چین نمایندګان هم ګډون لري.
د ایران پلاوي په دغه غونډه کښې له حقوقي او اقتصادي ګډوډۍ سره د ایران د خلکو پر ضد د بندیزونو د لرې کولو موضوع ته د جدي پاملرنې په موخه ګډون کړی دی، په دې خورا مهمه ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ، حقوقي او نړیوالو چارو مرستیالان، همدارنګه د مرکزي بانک د بهرنیو چارو او نړیوالو چارو مرستیال، د اقتصاد او مالیې وزارت مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو او سوداګرۍ مرستیال، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال او د مرکزي بانک پخواني والي د نفتي موادو او اقتصادي چارو سلاکار هم حضور لري.
علي باقري تېره شپه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې نوموړی د بندیزونو د لرې کولو په موخه د وین په ناسته کې ګډون کوي او همدا یې په وین کې د خبرو اصلي تمرکز بللی، نوموړي همدا راز هیله څرګنده کړې، چې ایراني پلاوی هم دغه جدیت او هوډ څرګندوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده یوې خبري ناستې ته د وین د ناستې د معلوماتو په هکله ویلي، چې ایراني پلاوی په جدي عزم او اراده په یاده ناسته کې ګډون کړی دی او نوموړي هیله څرګنده کړې چې ممکن روانې خبرې به مثبته نتیجه ورکړي.
خطیب زاده همدا راز ویلي، چې دا ناسته به ښایي څو ورځې وخت ونیسی خو که امریکا په دې عزم او تکل د وین ناسته کې ګډون وکړي چې کړکېچ او ستونزې هوارې کړي نو ممکنه ده چې اسانې لارې ومومي او که امریکا پخوانۍ لاره تعقیب کړي بیا به ایران هم څو انتخابونه ولري.
بلخوا د دیپلوماتیکو اړیکو یو تن مسئول ویلي، چې د وین په ناسته کې ښایي امریکایي پلاوي سره دوه اړخیزې خبرې و نه شي، که څه هم تر اوسه په تېرو دوه ورځنیو ناستو کې د ایران او یو شمېر نورو پلاویو تر منځ دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې تر سره شوي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.