په افغانستان کي د یونیسف عمومي مشر کندهار والي سره  وکتل

  د دوشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په افغانستان کي د یونیسف له عمومي مشر  ) هیریو لیودوسي  ( او د خوړو نړیوال سازمان د عمومي مشري  )مري ایلن ( سره وکتل، چي پر مهال یې ددې ادارو ولایتي د ولایتي استازیو ترڅنګ یو شمېر نورو مسئولینو هم […]

 

د دوشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په افغانستان کي د یونیسف له عمومي مشر  ) هیریو لیودوسي  ( او د خوړو نړیوال سازمان د عمومي مشري  )مري ایلن ( سره وکتل، چي پر مهال یې ددې ادارو ولایتي د ولایتي استازیو ترڅنګ یو شمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

په افغانستان کي د یونیسف عمومي مشر )هیریو لیودوسي( او د خوړو نړیوال سازمان عمومي مشري  )مري ایلن( لومړی له کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ادارو او کارکوونکو ته یې د کندهار ښار ترڅنګ په ولسوالیو او لیري پرتو سیمو کي هم د خدماتو رسولو زمینه برابره کړې .

دوی په خپلو خبرو کي وویل: د کندهار ترڅنګ یې د افغانستان ګڼو هیوادونو ته سفرونه پیل کړي، ترڅو د جګړې ، اقتصاد او وچکالۍ ځپلو کورنیو څخه شواهد راټول او بیا له بهرنیو ډونرانو سره  شریک کړي، چي بیا دوی په خپلو مرستو کي نور هم زیاتوالی راولي ، او په خپلو خبرو کي یې کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي کندهار کي به خپلي مرستي څو برابره زیاتي کړي.

کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په افغانستان کي د یونیسف عمومي مشر (هیریو لیودوسي) او د خوړو نړیوال سازمان عمومي مشري (مري ایلن) ته لومړی ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې ورڅخه مننه وکړه، چي د یونیسف او د خوړو نړیوال سازمان مشران کندهار ته سفر کوي او دلته د خپلو خدماتو د زیاتوالي ډاډ ورکوي.

کندهار والي دوی ته وویل: که بهرنۍ مؤسسې په ریښتنې توګه له جګړو، وچکالۍ او اقتصاد ځپلو کورنیو سره په افغانستان کي مرستي کوي، نو همدا یې ترټولو ښه وخت دی، ځکه د خلګو اړتیاوي زیاتي دي او هر ډول زمینه هم ورته برابره ده.

کندهار والي دوی ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ او په خپلو خبرو کي یې ورڅخه وغوښتل، ترڅو په خپلو خدماتو او مرستو کي چټکوالی او ډېروالی راولي.

دوشنبه: ۱۴۰۰/۷/۱۹

۲۰۲۱/۱۰/۱۱