په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې مشر له کندهار والي سره وکتل

د شنبې په سهار کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په خپل کاري دفتر کښي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «FAO» د بېړنیو پروژو مشر کاوستوب دیوالي او ورسره مل پلاوي سره وکتل، چي پرمهال […]

د شنبې په سهار کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په خپل کاري دفتر کښي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «FAO» د بېړنیو پروژو مشر کاوستوب دیوالي او ورسره مل پلاوي سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني، د کندهار د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي او د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب الله هم حضور درلود.

 

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد د لیدني په پيل کښي لومړی کندهار ته د خپل کاري سفر او د ادارې د کاري چاپېریال په اړه کندهار والي ته معلومات وړاندي کړل، چي زیاته یې کړه؛ ځکه یې کندهار ته سفر کړی، ترڅو دلته د زراعت او مالدارۍ په برخه کي وضعیت له نژدې وګوري، د مالدارانو او بزګرانو ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه واوري او بیا ورته رسیده‌ګي وکړي، چي په خبره یې اداره یې اوس د کندهار په «۱۴» ولسوالیو کي فعالیت لري او دا چي ښه او ډاډمن امنیت راغلی، نو ډېر ژر به د خپلي ادارې خدمات د زراعت او مالدارۍ په برخه کي د کندهار ټولو ولسوالیو ته ورسوي.

 

ریچارډ ټرنچارد وویل، وروستیو وختونو کي په افغانستان، خاصاً توګه کندهار کي د مالدارۍ او بزګرۍ برخه د بېلابیلو دلیلونو له امله ټکنۍ سوې، چي په خبره یې د دوی لومړنۍ هڅه داده، ترڅو کندهار کي د مالدارۍ او بزګرۍ په برخه کي ټولي پرتې ستونزي له منځه یوسي او مالدارانو او بزګرانو ته امکانات برابر کړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې وویل، لومړني قدم کي به ژر تر ژره د کندهار په بېلابیلو برخو کي شپږ پروژې د چیک‌ډمونو د جوړېدو او د کانالونو د پاکېدو پيل کړي.

 

وروسته کندهار والي حاجي‌محمدیوسف وفا په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «FAO» د بېړنیو پروژو مشر کاوستوب دیوالي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي کندهار ته یې په دې موخه سفر کړی، ترڅو دلته د زراعت او مالدارۍ په برخه کي وضعیت له نژدې ګوري او بیا د بزګرانو او مالدرانو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیده‌ګي کوي.

 

کندهار والي وویل، د ا،ا،امارت په راتګ سره د هیواد په ټولو سیمو کي په بشپړه توګه امنیت ډاډمن دئ، نو باید ټولي همکاري ادارې او موسیسې خپلي مرستي او خدمات زیات او هغو سیمو ته یې ورسوي، چي تېرو شلو کلونو کي ورته هیڅ خدمات نه دي رسېدلي او د ولایتي ادارې په استازیتوب یې د ټولو پروژو د تطبیق  په برخه کي د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

 

ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد څخه وغوښتل، ترڅو د دهلې بند د ارتفاع او پاکوالي ترڅنګ، کندهار کي چیک‌ډمونه، کانالونه، سړې خونې او د چرګانو او ماهیانو لپاره فارمونه جوړ کړي او هم د کندهار صنعتي پارک د سړک جوړوني، د صنعتي پارک د برېښنا، د صنعتي پارک د کانالیزاسیون او ددې صنعتي پارک د ګڼو ستونزو په حل کي له ولایتي ادارې سره بشپړه همکاري وکړي، چي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد لخوا ورته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي سو.

 

شنبه: ۱۳۴۳/۶/۲۷