پنجشیر کې ستر ورزشي فستیوال پرلنیستل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن او ورسره مله پلاوي په پنجشير ولايت کې په لومړي پړاو ورزشي فسټيوال کې د ګډون او پرانيستې په موخه پنجشېر ولایت ته سفر وکړ. ښاغلي مطمئن، چې د دې پلاوي مشري يې کوله، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن او ورسره مله پلاوي په پنجشير ولايت کې په لومړي پړاو ورزشي فسټيوال کې د ګډون او پرانيستې په موخه پنجشېر ولایت ته سفر وکړ.
ښاغلي مطمئن، چې د دې پلاوي مشري يې کوله، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، ارشد ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د سياليو دايرولو امر عزيرالرحمن ملنګ، د يو شمېر فدراسيونونو مسوولینو او لسګونو ورزشکارانو د دغه سفر ملتيا کوله.
دغه راز په دې جشنواره کې د پنجشېر ورزشي امر قاري شفيق الرحمن رحيمي ، د فدراسيونونو استازو او نورو اړوند مسوولینو ګډون درلود.
د دغې ورزشي جشنوارې د پيل په مراسمو کې د پنجشېر د ورزش امر قاري شفيق الرحمن رحیمي خبرې وکړې. نوموړي له کابل څخه د ورزش ادارې رهبري او ورسره مل پلاوي او راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل.
ښاغلي رحيمي ورزش د صحت ضامن وباله او په راتلونکې کې يې هم د ورته پروګرامونو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن د دې جشنوارې ګډونوالو ته وينا وکړه نوموړي وويل: د پنجشېر له امنیتي ځواکونو څخه مننه کوم، چې پوره امنيت يې نيولى تر څو دغه ورزشي جشنواره په پوره ډاډمنه امنیتي فضا کې ترسره شي. نوموړي وويل: له کابل څخه تر پنجشېره پورې چې نن راغلل هيڅ ډول د ناامنۍ احساس يې ونه کړ، دا دې مانا لري، چې امنیت بشپړ تامین دی.
ښاغلي مطمئن زياته کړه؛ تمه دا ده چې ورزشکاران په پنجشېر کې په راتلونکې کې د ورته پروګرامونو شاهدان واوسي.
ښاغلي مطمئن د پنجشير له دولتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې د ورزش په برخه کې له دوى سره نوره همکاري هم وکړي؛ ترڅو د داسې نورو ورزشي پروګرامونو لپاره زمينه برابره کړي.
تر ويناوو وروسته د ورزشکارانو له لوري ورزشي رژه تر سره شوه. تر رژې وروسته د پنجشېر ولايت په کوربتوب لومړى پړاو ورزشي جشنواره د المپيک ملي کمېټې او سپورټ رئیس انجنير نظرمحمد مطمئن او ورسره مله پلاوي له لوري پرانيستل شوه.

په دغه ورزشي جشنواره کې د رزمي ورزشونو، واکو کيک بوکسينګ، سبک فول کانتاکت کيک بوکسينګ، سبک اپکېدو، کيک بوکسينګ، جمناسټيک او نښه ويشتلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري په زړه پورې ورزشي نندارې ترسره شوې، چې د ورزش ادارې د مسوولينو له لوري تشویق شول.