پنجشیر کې د کابل ادارې ۹ کارکوونکي له مجاهدینو سره یوځای شول

د هیواد د نورو برخو په څېر د پنجشیر ولایت کې هم د کابل ادارې۵  تنه له جګړې په لاس اخیستلو سره مجاهدینو ته راغلي دي. د راپور له مخې دغو کسانو چې په کابل اداره کې یې د عسکرو، پولیسو او اربکیانو په توګه دندې ترسره کولې د حقیقتونو د درک په نتېجه کې […]

د هیواد د نورو برخو په څېر د پنجشیر ولایت کې هم د کابل ادارې۵  تنه له جګړې په لاس اخیستلو سره مجاهدینو ته راغلي دي. د راپور له مخې دغو کسانو چې په کابل اداره کې یې د عسکرو، پولیسو او اربکیانو په توګه دندې ترسره کولې د حقیقتونو د درک په نتېجه کې خپله لاره بدله کړې او له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.

د راغلو کسانو نومونه په لاندې ډول دي:

۱: شیر آغا ولد کریم

۲: اسحاق ولد احمدرسول

۳: اصیل الدین ولد عثمان

۴: نظر ولد اکرم

۵: جاوید ولد رحمان

راغلو کسانو د مجاهدینو لخوا ورسره شوی چلند ستایلی او په تېرو اعمالو د پښېمانۍ تر څنګ یې مزدوري ادارې ته د بیا نه ورتلو ژمنه کړې ده.

‏۲۰۲۱‏/۷‏/۵