پنجشیر: ابشار ولسوالۍ کې ۲ پوستې د مجاهدینو لاسته ولوېدې

د الفتح جهادي عملیاتو په دوام نن سهارمجاهدینو د پنجشیر ولایت آبشار ولسوالۍ آستانه کلان سیمه کې په مزدور دښمن وسله وال بریدونه ترسره کړل. د راپور له مخې د یادو کاري بریدونو په ترڅ کې د دښمن ۲ پوستې فتحه شوې.۱۲ تنه مزدور پولیس او اربکیان ووژل شول، ډيره وسله او مهمات د مجاهدینو […]

د الفتح جهادي عملیاتو په دوام نن سهارمجاهدینو د پنجشیر ولایت آبشار ولسوالۍ آستانه کلان سیمه کې په مزدور دښمن وسله وال بریدونه ترسره کړل.

د راپور له مخې د یادو کاري بریدونو په ترڅ کې د دښمن ۲ پوستې فتحه شوې.۱۲ تنه مزدور پولیس او اربکیان ووژل شول، ډيره وسله او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.

همداراز جګړه دوام لري مجاهدینو د ولسوالۍ د مرکز په لور د پرمختګ په حال کې دي او د مورال بایللي دښمن پښې لړزېدلې دي.

د یو بل راپور له مخې نن سهار اربکیان د استانه کلان له سیمې هم تښتېدلي، چې له کبله یې پراخه سیمه د مجاهدینو لاسته لوېدلې او پریمانه وسلې او مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏2021‏/8‏/8