پر بهرنیو اسعارو د راکړي ورکړي د بندیز سره هم مهاله سوداګرۍ مثبت اغېز کړی دی

یادي څرګندوني د یکشنبې په ورځ ناوخته د وچي مېوو د اتحادیې مشر، د ګاز او پطرولو د اتحادیې مشر، ملي سوداګر حاجي محمدصدیق مهمند او یوشمېر نورو راغلیو سوداګرو ولایت مقام کي له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره په لیدنه کي وکړې، چي پرمهال یې د کندهار د ولایتي شورا رئیس مولوي عبدالعلي […]

یادي څرګندوني د یکشنبې په ورځ ناوخته د وچي مېوو د اتحادیې مشر، د ګاز او پطرولو د اتحادیې مشر، ملي سوداګر حاجي محمدصدیق مهمند او یوشمېر نورو راغلیو سوداګرو ولایت مقام کي له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره په لیدنه کي وکړې، چي پرمهال یې د کندهار د ولایتي شورا رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار هم حضور درلود.

د لیدني په پيل کښي د راغلیو اتحادیو مشرانو او ملي سوداګر حاجي محمدصدیق مهمند په خپلو خبرو کي د کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د رئیس الوزراء د حکم په اساس یې کندهار کي په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بندیز ولګاوه او د بشپړ بندیز په موخه یې د ولایت مقام، ښاروالي، مستوفیت، قومنداني، استخباراتو، د سوداګرۍ خوني، د صرافانو د اتحادیې، افغانستان بانک او اقتصاد ریاست څخه یو نظارتي کمېسیون هم جوړ کړ.

دوی په خپلو خبرو کي وویل، له کله چي کندهار کي د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز لګېدلی، ورسره همهاله نرخونه ټیټ سوي، چي دې برخي پر سوداګرۍ مثبت اغېز کړی او افغانیو خپل ارزښت زیات کړی.

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی د وچي مېوو د اتحادیې مشر، د ګاز او پطرولو د اتحادیې مشر او ملي سوداګر حاجي محمدصدیق مهمند ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې وویل، د ا،ا،امارت د مشرتابه ترڅنګ ولایتي اداره ژمنه ده، ترڅو د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه هر ډول اقدام ترسره کړي او په دې برخه کي یې د سوداګرو د هڅو ستاینه هم وکړه.

کندهار والي وویل، هڅه یې داده، ترڅو پر بهرنیو اسعارو په مکمل ډول بندیز ولګوي، چي په همدې موخه یې د بېلابیلو ادارو څخه نظارتي کمېسیون هم جوړ کړی او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې پرټولو هیوادوالو ږغ وکړ، ترڅو د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه په دې نېک کار کي د ا،ا،امارت له مشرتابه سره همکاري وکړي او په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه ونه کړي.