پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل ۴۴ کلیزې په مناسبت یاد غونډه جوړه شوه

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۴ ‎ ‎د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ملي ټلویزیون د غونډو په تالار کې، پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۴ کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه. ‎د مرغومي د شپږمې په مناسبت جوړه شوې […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۴

‎د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ملي ټلویزیون د غونډو په تالار کې، پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۴ کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
‎د مرغومي د شپږمې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې یوشمېر غړو، علماوو او مجاهدینو هم ګډون کړی وو.
‎د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل وغانده او د مرغومي شپږمه یې د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ یاده کړه.
‎هغه وویل، شوروي اتحاد پلان درلود چې په افغانستان کې کمونیستي نظام او مفکوره حاکمه او تطبیق کړي، خو افغان مجاهد ملت ته د پردیو مفکورو منل او پر افغانستان د شوروي یرغل د تحمل وړ نه و، نو پر وړاندې یې په سپېڅلي جهاد لاس پورې کړ.
‎نوموړي وویل، د افغانستان د مجاهدینو د سرښندنو له امله شوروي او کمونستي رژیم په افغانستان کې ماتې وخوړه؛ دا چې یو بشپړ اسلامي نظام حاکم نشو لامل یې د یوشمېر مجاهدینو د مشرانو له لوري د قدرت او واک غوښتنه وه.
‎هغه وویل، اسلامي امارت او افغان ولس ټولو مجاهدینو ته احترام لري او نن چې کومو مجاهدینو امریکا او ناټو ته ماتې ورکړې، یا هغه مجاهدین دي چې د شوروي اتحاد پر وړاندې یې په جهاد کې مستقیمه ونډه درلوده، یا د هغوی وروڼه او بچیان دي.
‎د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، له کورنیو جګړو وروسته د امیر المؤمنین ارواښاد ملا محمدعمر مجاهد تقبل الله په مشرۍ اسلامي امارت رامنځته شو چې غربیانو یې قوت او اسلامي نظام ونشو زغملی او پر افغانستان یې د برید لپاره بهانه لټوله. نوموړي زیاته کړه، که اسامه بن لادن په افغانستان کې نه وای، امریکا بیا هم پر افغانستان برید کاوه.
‎محترم مولوي عبدالکبیر همدارنګه زیاته کړه، اسلامي امارت د خپلواک نظام په توګه له نړۍ او ګاونډیانو سره د متقابل احترام او اسلامي اصولو پر بنسټ ښې او قوي اړیکې غواړي او اجازه نه ورکوي، چې څوک د افغانستان له خاورې چاته ګواښ پېښ یا اندېښنه پيدا کړي.
‎دغه راز په یاده ناسته کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هم خبرې وکړې او د جدي شپږمه یې د افغان ملت د دردونو، مصیبتونو او غمونو د پیل او د افغان علماوو او استادانو د قتل ورځ یاده کړه.
‎هغه زیاته کړه، د کمونیستي نظام له نسکورېدو وروسته د یو شمېر کسانو ځان غوښتنې د جهاد ثمره له ناکامۍ سره مخ او په افغانستان کې یې کورنۍ جګړه پيل کړه؛ خو د امریکا تر ماتې وروسته اسلامي امارت په افغانستان کې د انتقام پر ځای عفوه اعلان کړه او نن ټولو ته په هېواد کې د ارام ژوند زمینه برابره ده.
‎نوموړي وویل، حاکم اسلامي نظام د هېواد رغاونه خپل مسؤولیت ګڼي او د همدې موخې لپاره هر کال ډېر شمېر ودانیزو پروژو ته بودیجه ځانګړې کېږي.
‎غونډې ته د کورنیو چارو سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان د دښمنانو زور پای ته رسیدلی او نور د افغانانو پر وړاندې څوک له زور څخه کار نشي اخیستلی. پکار دی چې ملت او حکومت یو له بل سره ګډ او له نږدې کار وکړي.
‎د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي وویل، په افغانستان کې د سرو لښکرو او بیا د غرب تر ماتې وروسته پکار دی چې د قربانیو ساتنه وشي او د هېواد دښمنانو ته د بیا مداخلې موقع په لاس ورنه کړل شي. اوسني نظام د میلیونو قرباینو په پایله کې حاکم شوی چې ساتنه یې د ټولو مسؤولیت دی.
‎همدارنګه د اطلاعاتو کلتور وزیر محترم ملاخیرالله خیرخوا د جدې شپږمه د نوي نسل لپاره لوی درس یاد کړ او وې ویل، افغان ولس دې له هغو لوریو د هېواد د آبادۍ هیله نه کوي چې پر افغانستان یې یرغل کړی وو.
‎په دې ناسته کې د کابینې یوشمېر نورو غړو او د اسلامي امارت مسؤولینو هم ګډون کړی وو.