پروان مرکز کې وحشي دښمن ۹ تنه اولسي وګړي په شهادت رسولي او ۱۰ نور ژوبل کړي دي

نن ماښام  د لمانځه په وخت د وحشي رژیم د جاسوسي شبکې وحشیانو دپروان ولایت مرکز مربوط خلازیو په ساحه کې دتعلیم القران مدرسې په جومات داسې مهال برید کړی چې دکلي خلک د قران کريم دختم  په خوشحالۍ کې سره راټول شوي او دماښام په لمانځه ولاړ وه، دغه ستر جنایت پر مهال دښمن […]

نن ماښام  د لمانځه په وخت د وحشي رژیم د جاسوسي شبکې وحشیانو دپروان ولایت مرکز مربوط خلازیو په ساحه کې دتعلیم القران مدرسې په جومات داسې مهال برید کړی چې دکلي خلک د قران کريم دختم  په خوشحالۍ کې سره راټول شوي او دماښام په لمانځه ولاړ وه، دغه ستر جنایت پر مهال دښمن ۸ نفره عام کلیوال  په خورا قصاوت سره په شهادت رسولي او تر ۱۰ زیات یې زخمیان کړي دي چې د ډېرو یې حالت د اندېښنې وړ دی.

همداراز دښمن د تلو پر مهال هم په لاره کې په خلکو ډزې کړې او یو بل تن یې هم په شهادت رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د بلیک واټر کرایه شوو مزدورانو په کندوز کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه اولسي وګړي په شهادت رسولي او ګڼ نور ژوبل کړي دي.

2020/5/19