پروان: له ۶۱ بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه

د پروان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د مسؤل مولوي نیاز محمد په وینا پرون د دغه ولایت له ۶۱ بې سرپناه او غریبو کورنیو سره د IOM لخوا د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه، چې ۳ کمبلې، یو د اشپزخانې سیټ، یو د بیړنۍ سرپناه سیټ، ۲ لمریزي تختې، یو د اوبو پلتر، ۱ […]

د پروان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د مسؤل مولوي نیاز محمد په وینا پرون د دغه ولایت له ۶۱ بې سرپناه او غریبو کورنیو سره د IOM لخوا د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه، چې ۳ کمبلې، یو د اشپزخانې سیټ، یو د بیړنۍ سرپناه سیټ، ۲ لمریزي تختې، یو د اوبو پلتر، ۱ د معیوبینو چوکۍ او نور شامل و.  د هغه په وینا دغه خلک څه موده وړاندې د موسساتو لخوا د یاد ریاست په هماهنګۍ په نښه شوي ول.

۱۲/۱۰/۲۰۲۱