ټولګټو چارو وزارت: د سالنګونو لویې لارې د جوړیدو چارې به راتلونکی کال بیرته پیل شي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د روان کال په ورستۍ نیمایې کې د سالنګونو لویې لارې د ۳۰ کیلومتره ( ۱۰ کیلومتره کانکریټي او ۲۰ کیلومتره اسفالټ) سړک د اساسي بیارغونې کار پیل کړ، چې تر دا مهاله روان دی او د تونل د اساسي رغونې په موخه اړتيا وه، چې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د روان کال په ورستۍ نیمایې کې د سالنګونو لویې لارې د ۳۰ کیلومتره ( ۱۰ کیلومتره کانکریټي او ۲۰ کیلومتره اسفالټ) سړک د اساسي بیارغونې کار پیل کړ، چې تر دا مهاله روان دی او د تونل د اساسي رغونې په موخه اړتيا وه، چې په موقت ډول د سالنګ لويې لارې تونل د ترافیکي وسایطو پرمخ بند او بدیله لار ( د شیبر کوتل لار) غوره شي؛ دا چې، اوس مهال په ژمي موسم کې د شيبر کوتل لاره د د سالنګ لویې لارې پر ځای د تګ راتګ لپاره غوره بدیل نه دی او هيوادوالو ته ستونزې پيښوي په همدې توګه د ټولګټو وزارت رهبري د یادې پروژې د اساسي رغونې چارې دروي او په حمل میاشت کې یې بېرته پیل کوي.

د یادونې وړ بولو، چې ديارلسمه گالري، چې کارونه يې په بشپړېدو دي او فرعي لاره يې ستونزې پيښوي په همدې موخه به ژر تر ژره ان شاء الله ديارلسمه گالري د ترافيکو پر مخ خلاصه سي او ټولو درنو هيوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې د هوسا تگ راتگ په موخه به په ژمې موسم کې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پخپله ماشینري او فني پرسونل د یادې لویې لارې د حفظ او مراقبت چارې په دوامدار ډول په ښه توګه پر مخ يوسي.