ټولګټو چارو ریاست: د هلمند کندهار پر لویي لاري وران سوي  پلچکونو بیا ورغول :

    نن د شنبې په ورځ د ټولګټو چارو د ریاست لخوا دا پلچکونه په داسي حال کې ورغول سوه چې د تیري شپې ورښتونو او سیلابونو تخریب کړي وه.   د ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختماني چارو آمر احمد وحید  په سیمه کې رسنیو ته وویل چې تیره ورځ او تېره […]

 

 

نن د شنبې په ورځ د ټولګټو چارو د ریاست لخوا دا پلچکونه په داسي حال کې ورغول سوه چې د تیري شپې ورښتونو او سیلابونو تخریب کړي وه.

 

د ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختماني چارو آمر احمد وحید  په سیمه کې رسنیو ته وویل چې تیره ورځ او تېره شپه د هلمند ولایت د نورو ولسوالیو سربیره په نهرسراج ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله پلونه ،او پلچکونه  تخریب سوي وه چې نن د ټولګټو چارو ریاست لخوا بیا ورغول سوه.

 

ښاغلي احمد وحید زیاته کړه چې د تېري شپې د ورښتونو او سیلابونو له کبله د هلمند کندهار لویي لاري ځیني برخې په ځانګړي ډول د وزیرو مانده ځیني برخې ویجاړ سوي وې چې نن د ټولګټو چارو ریاست د پروسونل او ماشنرۍ په واسطه د پاکولو او بیارغوني کار بشپړ سو او دا لویه لار د عامو خلګو او موټر چلوونکو پر مخ پرانیستل سوه.

 

د ده په خبره چې د تولګټو چارو ریاست به ټول هغه  پلچکونه چې د اورښت د اوبو د تيرولو په برخه کې يې ستونزي درلودې بيا ورغوي تر څو هېوادوال مو د ستونزو سره مخ نسي.

 

د هلمند کندهار پر لویي لاري موټر چلونکي د ټولګټو چارو ریاست پر وخت د اقدام ستاینه کوي او زیاتوي چې د لويي لاري په بندیدو سره موټر چلونکي د ګڼو ستونزو سره مخ کیږي .

 

موټر چلونکي همدا راز د خلګو غوښتنه کوي چې پلچکونو ته دي زاړه ټیرونه او زاړه توکي نه ورکوي چې د اوبو د بندیدو سبب ګرځي .

 

 

د یادوني وړ ده چې د هلمند کندهار لویه لار په عادي ډول د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده او هیوادوال کولی سي چې پر یاده لار سفر وکړي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۵/۲۸ هـ ق