نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د مشرتابه د لارښووني سره سم ولسوالیو ته سفرونه پيل کړي، ترڅو د ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو ته ولایتي اداره رسیدهګي وکړي، چي د جمعې په ورځ ماپښین کندهار والي پنجوايي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د نظامي او ملکي ادارو د مسئولینو ترڅنګ ددې […]
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د مشرتابه د لارښووني سره سم ولسوالیو ته سفرونه پيل کړي، ترڅو د ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو ته ولایتي اداره رسیدهګي وکړي، چي د جمعې په ورځ ماپښین کندهار والي پنجوايي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د نظامي او ملکي ادارو د مسئولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ له علماوو، سپينږیرو، مخورو او مجاهدینو سره وکتل، چي پرمهال یې د پنجوايي ولسوال ملاسیفالرحمن صاحب، د پنجوايي امنیه قومندان مولوي فیضالله فیضاني صاحب او د پنجوايي د استخباراتو رئيس مولوي احمدسعید صاحب هم حضور درلود.
غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، په پيل کي د ‹‹امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبت الله اخندزاده حفظه الله›› ځانګړي استازي مولوي نورالحق صاحب د غونډي له ګډونوالو سره د شیخ صاحب پيغام او د شیخ صاحب له لوري سوي ځانګړي لارښووني شریکي کړې، چي پکښي راغلي وه، مسئولین، علماء او مخور سپينږیري دي له مشرتابه سره هر وخت او په هره برخه کي خپلي مشورې شریکوي، علماء د عامو خلګو د اصلاح په برخه کي مکلفیت لري او د هري برخي مسئولینو ته دي نیمګړتیاوي په ګوته کوي، مجاهدین دي له خپلمنځیو اختلافاتو څخه ځان وساتئ او هر مسئول او مجاهد دي ددې نظام ساتل خپل مهم اصل وبولي.
وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د خپلو خبرو په لومړیو کي د پنجوايي ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو، علماوو، سپينږیرو، مخورو او مجاهدینو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې خوښي وښودله، چي ولسوالیو ته یې د سفرونو په لړ کي داځلي پنجوايي ولسوالۍ ته سفر کړی او دلته ددې ولسوالۍ د اوسېدونکو ږغ له نژدې اوري.
کندهار والي په خپلو خبرو کي ددې نظام په راتګ کښي د ټولو ولسوالیو د اوسېدونکو له قربانیو مننه وکړه او ددې نظام په راتګ کښي یې د ولسوالیو د اوسېدونکو رول خورا مهم یاد کړ او ورڅخه یې وغوښتل، ترڅو ددې نظام په ساتلو کي هم هراخیزه همکاري د ا،ا،امارت له مشرتابه سره وکړي.
ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي د پنجوايي ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو په بېلابیلو برخو کي سپارښتني وکړې او ددې ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته یې د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
شنبه: ۱۳۴۳/۶/۵
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.