ولایت مقام کي د ګڼ شمېر ادارو د مسئولینو سره دغیرمالیاتي عوایدو په تړاو غونډه وسوه:

  نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کي د غیرمالیاتي عوایدو په تړاو د ګڼ شمېر ادارو د مسئولینو سره غونډه وسوه. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي یاده غونډه چي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه او مرستیال والي محترم […]

 

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کي د غیرمالیاتي عوایدو په تړاو د ګڼ شمېر ادارو د مسئولینو سره غونډه وسوه.

د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي یاده غونډه چي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه او مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب،هلمندمستوفي محترم الحاج مولوي عبدالرب صاحب،استېناف څارنوال محترم هجرت مولوي صاحب،او د ګڼ شمېر ادارو مسئولینو پکې ګډون کړی وو د معمول سره سم د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د هلمند مستوفیت دقانون د تطبیق مدیر ښاغلي حاجي نوید وطنوال د غونډي د محتوی په اړه خبري وکړې.
نوموړي وویل چي د عوایدو په شفاف ډول راټولول د یو مملکت د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم عنصر بلل کېږي.
هغه وویل چي ولایت مقام دي دمرکز او ولسوالیو په کچه د عوایدو د راټولولو په اړه د مستوفیت سره همکاري وکړي.ترڅو د هلمند په سطحه ټول عواید پروخت راټول او د بیت المال خزانه پیاوړې سي.
وروسته د مستوفیت مالي امیر او مشاور ښاغلي مولوي جمیل احمد اجمل د مستوفیت مالي راپور وړاندي کړ.
هغه د تېر کال د وروستیو درې میاشتو عواید ۱۲۳ میلونه افغانۍ یاد کړ چي د بیت المال خزانې ته انتقال سوي دي.
هغه وویل چي هلمند کي ټولو ادارو د عوایدو په ورکولو کي تر ډېره حده شفافیت مراعت کړی دی،خو یوشمېر ادارو د عوایدو په اړه ورکړل سوی هدف په بشپړ ډول پوره کړی دی چي د ستاینلیک ورکولو مستحق ګڼل کېږي.
ورپسې هلمند مستوفي محترم الحاج مولوي عبدالرب صاحب د ادارو د مسئولینو مثبت فعالیت د دوی قلمي جهاد یاد کړ او د هغوی ستاینه یې وکړه.
نوموړي وویل چي هڅه کوو عواید د اسلام د مقدس دین د اصولو سره سم راټول او بیا یې د همدې اصولو سره سم مصرف کړو.
هغه زیاته کړه چي د تېر ۱۴۰۰ هجري شمسي کال په وروستۍ ربعه کي مو دومره عواید راټول کړي چي تېر فاسد نظام په بشپړ کال هم دغه مبلغ پوره کړی نه وو.
هغه دا کار په امارتي ادارو کي د بشپړ شفافیت پایله وبلل.

وروسته هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د موضوع په اړه خبري وکړې.
نوموړي وویل چي جهاد او جهادي خدمت یو اجتماعي عبادت دی چي د اجتماع په سپېڅلتیا سره مخ ته ځي.
هغه مسئولین په هره چاره کي وتقوا،اخلاص،دیانت او ریښتینولۍ ته راوبلل.
ښاغلي والي صاحب وویل چي بیت المال کي خیانت کول ډېره ستره ګناه ده چي هم دنیوي او هم اخروي مسئولیت لري.
هغه زیاته کړه چي د مسئولیت څخه باید بده استفاده ونسي.بلکي د اصولو سره سم باید هرکار په شفاف ډول ترسره سي.
هغه د راغلو مسئولینو هڅي او فعالیتونه وستایل او هغو ته یې د خپل لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروسته د هلمند مستوفیت له خوا دزراعت، ترانسپورټ،عدلیې،احصائیې ریاستونو او د صنایع او تجارت امیریت ته د هغوی د ښه کار له امله چمتو سوي ستاینلیکونه د محترم والي صاحب په لاس ډالۍ سوه.
غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۴ هـ