ولایت مقام کي د موسساتو د مسئولینو سره د همږغۍ غونډه وسوه:

  نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مقام په انګړ کي د دې ولایت د بېلابېلو موسیساتو د مسئولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه سوه. په غونډه کي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب،امنیه قوماندان محترم الحاج ملامحمدنعیم اخند،د اقتصاد رئیس محترم انجینر عبدالستار صالح،د کلیو د بیارغوني او پرختیا ریاست رئیس محترم […]

 

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مقام په انګړ کي د دې ولایت د بېلابېلو موسیساتو د مسئولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه سوه.

په غونډه کي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب،امنیه قوماندان محترم الحاج ملامحمدنعیم اخند،د اقتصاد رئیس محترم انجینر عبدالستار صالح،د کلیو د بیارغوني او پرختیا ریاست رئیس محترم ملا محمود ثاني ،د افغاني سرې میاشتي رئیس محترم فضلي مولوي صاحب،د آی او ام،کیارو،ډبلیو اف پي،اوچا او ګڼ شمېر نورو موسساتو مسئولینو ګډون کړی وو.

په پیل کي هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د غونډي برخوالو ته په خطاب کي وویل چي زموږ او ستاسو ټولو مهم هدف د خلګو خدمت کول دي.موږ باید دې خوار او کړېدلي ولس ته په پوره تعهد او ژمنتیا سره په ښه اخلاص او صممیت سره خدمت وکړو.او هرڅه په عملي توګه ترسره کړو.
نوموړي وویل چي یوازي شعار کفایت نه کوي.بلکي څه چي وایو باید په عمل کي یې هم ثابته کړو.
هغه زیاته کړه چي اوس لوی خدای جل جلاله موږ او تاسو ته د خدمت موقع په لاس راکړې ده نو باید دا موقع د لاسه ورنکړو او د خپل مسئولیت په وخت کي داسي څه وکړو چي اوسني او راتلونکو نسلونو ته یې ګټه ورسېږي.
موږ باید دې وطن ته بنسټیز او بنیادي کارونه وکړو چي د هېوادوالو د هوسایني او وطن د سمسورتیا سبب وګرځي.
ښاغلي والي صاحب د موسساتو د مسئولینو څخه وغوښتل ترڅو د خپلو دفترونو سره په همږغۍ او همکارۍ د هېواد د بیارغوني لپاره پر مهمو پلانونو کار وکړي.د اوبو د زخیرو جوړولو،استنادي دېوالونو د جوړولو او د امکان تر حده د بېلابېلو بنیادي کارونو د پلانونو د جوړولو لارنقشه جوړه او په اړه یې اړین ګامونه پورته او د اقتصاد ریاست سره هره اونۍ د همږغۍ ناستي ترسره کړي.
هغه په ځانګړي ډول په روژې میاشت کي د بې وزلو او اړمنو کسانو سره د مرستو پر کولو ټینګار وکړ او د موسساتو مسئولین یې وهڅول ترڅو په دې اړه خپل بشپړ پلان جوړ او عملي کړي.

نوموړي وویل چي د سروېګانو بهیر باید په بشپړ ډول شفاف وي او د درغلۍ مخه باید ونیول سي.د ترسره سوو سروېګانو په اساس باید د توزیع بهیر هم شفاف او د هرډول درغلۍ څخه خلاص وي.

والي صاحب د غونډي برخوال تقوا،اخلاص،دیانت او سپېڅلي نیت ته راوبلل.
هغه د نیت اصلاح ترټولو غوره عمل یاد کړ.او په دې اړه یې مفصل بحث او خبري وکړې.
والي صاحب د موسساتو مسئولینو ته د خپل لوري د امنیت او نورو اړوند برخو کي د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروسته امنیه قوماندان ملامحمدنعیم اخند وویل چي موسسات د هېواد خیریه بنسټونه دي او باید د خلګو د هوسایني،اتفاق او ژوند ښه کولو لپاره کار وکړي.
نوموړي د موسساتو د مسئولینو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د خلګو سره هر وخت او په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کي د مرستو بهیر روان او چټک وساتي.هغه یادو مسئولینو ته دخپل لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروسته د افغاني سرې میاشتي،اقتصاد او کلیوبیارغوني او پراختیا ریاست رئیسانو همدارنګه د موسساتو مسئولینو په خپل وار سره د موضوع اړوند خبري وکړې.هغوی د هلمندي ولس د بې وزلو او اړمنو خلګو،همدارنګه د انکشافي پروژو او بنیادي کارونو په اړه د هرراز همکارۍ په اړه د امکان ترحده دهڅو کولو ډاډ ورکړ.
هغوی وویل چي د ولایت د رهبرۍ سره په همږغۍ به هڅه وکړي ترڅو د هلمندي ولس وستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۹ هــ ق