ودان موسسې د یونیسیار په مالي مرسته له ۳۲۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه:

  نن ورځ پنجشنبه ودان موسسې هلمند کي د هغو کورنیو تر سروې وروسته نغدي مرستي ووېشلې ، چي د بېلابېلو ستونزو له امله له خپلو کورونو او سیمو څخه بې ځایه سوي وې. د هلمند د کډوالو چارو رئيس مولوی الله داد انقیادي هلمند ملي رادیو تلوېزون ته وویل چي دا مرسته د یونیسیار […]

 

نن ورځ پنجشنبه ودان موسسې هلمند کي د هغو کورنیو تر سروې وروسته نغدي مرستي ووېشلې ، چي د بېلابېلو ستونزو له امله له خپلو کورونو او سیمو څخه بې ځایه سوي وې.
د هلمند د کډوالو چارو رئيس مولوی الله داد انقیادي هلمند ملي رادیو تلوېزون ته وویل چي دا مرسته د یونیسیار په مالي مرسته چمتو سوې ده ، چي د ودان موسسې له خوا پر ۳۲۰ بې ځایه سوو کورنیو ووېشل سوه.
نوموړی وایي دامرسته هري کورنۍ ته ۴۰۰ امریکایي ډالر په پوره شفافیت اړمنو او مستحقو کورنیو ته رسیدلې ده ، چي دا لړی به دوام وکړي.

د مرستو ترلاسه کونکي وايي : خوښ دي ، چي مرسته يي ترلاسه کړه ، ځکه دا هغه وخت دی ، چي دوی د خوړو او نورو توکو له سخت کمښت سره مخ ول ، او په دې پیسو به وکړای سي ، چي هم هستوګنه اوهم خوراکه برابره کړي.

د یادوني وړده چي د بشري مرستو د وېش چاري اوس مهال د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کي رواني دي ، او ټولو هغو کورنیو ته دا مرستي رسیږي ، چي جګړې ، وچکالۍ او نورو اقتصادي ستونزو له امله ځپل سوي وې.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۸ هــ ق