نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت واشېر ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ کي د برمو د څاګانو د سرونو د پټولو په اړه د مسئولینو غونډه دایره سوه. دباختر اطلاعاتي اژانس د واشېر ولسوالۍ څخه خبر راکوي چي نن له غرمې مخکي ددې ولسوالۍ ګڼ شمېر علماء کرامو او مسئولینو د ولایت مقام د هدایت سره سم د برمو د […]
دهلمند ولایت واشېر ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ کي د برمو د څاګانو د سرونو د پټولو په اړه د مسئولینو غونډه دایره سوه.
دباختر اطلاعاتي اژانس د واشېر ولسوالۍ څخه خبر راکوي چي نن له غرمې مخکي ددې ولسوالۍ ګڼ شمېر علماء کرامو او مسئولینو د ولایت مقام د هدایت سره سم د برمو د سرونو د پټولو په اړه غونډه وکړه. غونډه کي پرېکړه وسوه چي د ولسوالۍ په هر ګوټ ګوټ کي د برمو د څاګانو سرونه باید پټ کړل سي.تر څو دانسانانو په ځانګړې ډول د ماشومانو د متضرر کېدلو مخه ونیول سي. په غونډه کي ددې کار پر عملي تطبیق باندي ټینګار وسو او په اړه یې د خلګو د عامه پوهاوي دپاره پر ځینو پلانونو بحث او خبري وسوې.
دیادولو ده چي په دا وروستیو کي د هېواد په یوشمېر ولایتونو کي څو تنه ماشومان څاګانو ته لوېدلي چي ځیني یې روغ را ایستل سوي خو ځینو یې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی. نو په همدې اساس د مرکز او ولایتونو په کچه وخلګو ته ویل سوي چي د خپلو څاګانو سرونه پټ کړي تر څو بیا دغه ډول پېښي تکرار نسي.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۴ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.