نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د هند په تامل ناډو ایالت کې ددغه هیواد د یوې پوځي چورلکې لوېدو پېښه کې د جنرال بپین روات او د نوموړي د مېرمنې په ګډون ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې چورلکه کې د دفاع لوی […]
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د هند په تامل ناډو ایالت کې ددغه هیواد د یوې پوځي چورلکې لوېدو پېښه کې د جنرال بپین روات او د نوموړي د مېرمنې په ګډون ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې چورلکه کې د دفاع لوی درستیز جنرال بپین راوت او دده د مېرمنې په ګډون ۱۴ کسان سپاره وو، چې له پېښې وروسته یوولس تنه ځای پر ځای مړه او درې تنه نورو یې روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د معلوماتو له مخې، لرې شوي جنرال ایچ ایس پناګ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې جنرال بپین روات نور له دوی سره نشته، جنرال بپین راوت په یاده چورلکه کې یوه پوځي پوهنتون ته د لیکچر ورکولو په موخه روان و چې په لاره کې ددغې خونړۍ پېښې له امله ومړ، هند په لومړي سر کې د نوموړي په وژنه خاموشي غوره کړې وه.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد هوايي ځواک یوه چورلکه د هوايي ځواک له اډې څخه د پوځ د دفاعي خدماتو پوهنتون ته روانه وه چې د تامل ناډو ایالت کنور سیمې ته نږدې نسکوره شوه، د هند هوايي ځواک د پېښې د څېړلو لپاره یوه پلټونکې کمېټه هم جوړه کړې تر څو د یادې خونړۍ پېښې په اړه تحقیقات وکړي.
په سوشل میډیا کې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې چورلکه له یوه پوهنتون سره نږدې په یوې ګڼې ځنګلي سیمه کې نسکوره شوې او اور پرې بلیږی، تر اوسه ددې چورلکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.