نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ چهارشنبه غرمه مهال د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ کي یو تن مجاهد د زړې مرمۍ د انفجار له امله په شهادت ورسېدی. د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي نن غرمه خانشین ولسوالۍ د استخباراتو مدیریت وڅنګ ته مجاهدینو د هغه خاشو د صفاکولو د پاره اوربل کړی وو چي د دې […]
نن ورځ چهارشنبه غرمه مهال د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ کي یو تن مجاهد د زړې مرمۍ د انفجار له امله په شهادت ورسېدی.
د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي نن غرمه خانشین ولسوالۍ د استخباراتو مدیریت وڅنګ ته مجاهدینو د هغه خاشو د صفاکولو د پاره اوربل کړی وو چي د دې مدیریت څنګ کي په طبعي ډول را شنې سوي وې. چي ناڅاپه خاشو کي پاته زړې مرمۍ انفجار وکړ. او یو تن مجاهد یې زخمي کړ. زخمي مجاهد ددرملني په موخه روغتون ته ولېږدول سو چي وروسته یې روغتون کي ساه ورکړه.انالله واناالیه راجعون. خبر زیاتوي چي زخمي سوی مجاهد مولوي احسان الله نومېدی او د سدیس صاحب ملګری وو.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۷ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.