نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کي ترافیکي پېښي درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله یوه عراده فلډر موټر د موټرسېکل سره ټکر وکړ. خبر زیاتوي چي د اخترمحمد ولداسدالله او شاولي ولد ګل اغا په نوم کسان چي د […]
دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کي ترافیکي پېښي درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله یوه عراده فلډر موټر د موټرسېکل سره ټکر وکړ.
خبر زیاتوي چي د اخترمحمد ولداسدالله او شاولي ولد ګل اغا په نوم کسان چي د قلعه ګز اوسېدونکي وه پر موټرسېکل سپاره او د ګرشک خواته روان وه چي ناڅاپه د هغه فلډر موټرسره ټکر سوه چي د ګرشک څخه نوزاد ته روان وو. په پېښه کې موټرسېکل چلونکی ژوبل سوی او دوهم ملګری یې روغتون ته تر رسېدلو وروسته په حق رسېدلی دی.
دموټر چلونکی میراغا ولد عبدالمحمد چي هم ژوبل سوی دی د مسئولینو دخوا نیول سوی او په روغتون کي تر څارني لاندي دی.
نېټه:۱۴۴۳/۷/۲۰ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.