نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دامیرالمؤمنین – حفظه الله تعالی – دعفوې له عمومي فرمان نه په استفاده دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په نهرسراج کې تېره ورځ دګوډاګۍ ادارې ۴۵ تنه سنګوریان ، او نور اداري کارکونکي دلښکرګاه تر محاصرې وروسته دحقائقو په درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شول نوموړو چې په لښکرګاه کې دندي ترسره کولي له […]
دامیرالمؤمنین – حفظه الله تعالی – دعفوې له عمومي فرمان نه په استفاده دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په نهرسراج کې تېره ورځ دګوډاګۍ ادارې ۴۵ تنه سنګوریان ، او نور اداري کارکونکي دلښکرګاه تر محاصرې وروسته دحقائقو په درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شول
نوموړو چې په لښکرګاه کې دندي ترسره کولي له ځان سره یې ۵ کلاشینکوفونه هم رارسولي
همداراز دهلمند په باباجي کې تېره ورځ دګوډاګۍ ادارې ۱۴ تنه پولیس، سنګوریان ، او نور اداري کارکونکي له یو کلاشنکوف سره مجاهدينو ته تسلیم شول.
نوموړي دباباجي دبیلا بیلو سیمو اوسیدونکي دي.
دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هم تېره ورځ دګوډاګۍ ادارې ۱۳ تنه پولیس ، سنګوریان، او اداري کارکونکي دحقائقو په درک کولو سره له ۳ کلاشنکوفونو او ۲ توپنګچو سره مجاهدینوسره یوځای شوي
نوموړي ټول دګرشک ولسوالۍ دبیلا بیلو سیمو اوسیدونکي دي چې په ګرشک کې یې دندي ترسره کولي
مجاهدینو دنوموړو تودهرکلی وکړ او داسلامي امارت دجلب اوجذب کمېسیون له لوري امن کارتونه ورکړی شول
۲۰۲۱/۸/۱۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.