هلمند کې مسئولینو ګڼ شمېر کورنۍ د سېلابونو له زیانونو وژغورلي

هلمند کي د ورستیو بارانونو له امله د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کي سېلابونه راووتل. چي د خلکو کورونه يې ترمنځ بند پاته سول. خو سمدستې د دې ولایت امنیتي او ملکي مسولینو دا کورنۍ پر وخت وژغورلې او د سیلابونو له منځه يي وویستل. کلونه وروسته پر هلمند باران و اورېد. ټول […]

هلمند کي د ورستیو بارانونو له امله د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کي سېلابونه راووتل. چي د خلکو کورونه يې ترمنځ بند پاته سول. خو سمدستې د دې ولایت امنیتي او ملکي مسولینو دا کورنۍ پر وخت وژغورلې او د سیلابونو له منځه يي وویستل.

کلونه وروسته پر هلمند باران و اورېد.

ټول خلک يي د اوریدو په تمه وه ، او دا ورښت يي په خورا خوشحالۍ ولمانځه.

مګر دې باران له ځان سره سېلابونه هم درلودل. چي د ورځې تر پایه يې ګڼ شمیر کورنۍ د سېلابونو ترمنځ پآتې سول.

دا سېلابونه په ګرشک ، باباجي ، نادعلي، او مارجې ولسوالیو کي راغلې وه.

د بند پاته دې کورنیو ته پروخت د اسلامي امارت مجاهدین ، ملکي او نظامي مسولین ورسېدل. په مسئولینو کي د لښکرګاه ښاروال الحاج احمد سعید انصاري ، د اوبو لګولو مسئول قایم صاحب ، د ورکشاپ مسول حجازې صاحب ، د اطلاعاتو رئیس حافظ راشد، دعامې رغتیا ټیم، د دریو ولسوالیو ولسوالان او قوماندانان د ژِغورني لپاره ورغلي وه.

دا او ګڼ شمېر نور ماشومان ، سپین ږیري او ښځې د اوبو له ها غاړې را وویستل سوه. او یوه خوندي ځای ته انتقال سوه.

 

هلمند کي د ابیارۍ مسئول قایم صاحب وویل : د بند پاته کورنیو لسګونه ماشومان يي ژغورلې دې ، او د ژغورني عملیات د شپې تر ناوخته دوام درلود.

 

شپه ناوخته وه  ، سېلابونه لا هم پخپل ټول قوت روان ول ، خو د اسلامي امارت مجاهدینو د ژغورني ږغونه په همدې ټولو سیمو کي کېدل ، ترڅو زیانمن کسانو ته پر وخت رسیدګي وسي.

د باباجي امنیه قوماندان سیف الرحمن صاحب وویل : له سیلابونو ټول خلک خوندي ووتل کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته سوې.

ژغورل سوو خلګو دمجاهدینو څخه مننه وکړل ، چي پر وخت ور ورسېدل ، دوی وویل که شپه رسېدلې وای ، او دوی نه وای ژغورل سوې ښايي ژوند يي له لاسه ورکړی وای.

 

هلمند کي د وروستیو بارانونو کچه تر پنځوس ملي متره رسېده ، کجکې کي د اوبو کچه هم سمدستې اته څلوېښت متره لوړه سوه. د بارانونو اورښت که همدا سي دوام پیدا کړې هلمند کي به د وچکالۍ اندېښنه په بشپړه توګه رفع سي او یو ځل بیا به حاصلات زیات او د خلکو پر اقتصاد به مثبته اغیزه ولري.

 

نېټه:۱۴۴۳/۶/۱/ هـ ق.