هلمند کې له ۱۳۷ بې ځایه سویو کورنیو سره مرسته وشوه 

  تېره ورځ د مهاجرینو ریاست لخوا د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ د سرې کلا په سېمه کې جګړه ځپلو او  بې وزلو کورنیو سره مرسته وسوه. دمرستندویه ادارو له لوري د خوراکي توکو او دلګښتي مالونو برابره سوې مرسته تېره ورځ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست کارکوونکو، مجاهدینو، ګذر وکیلانو ، قومي مخورو،  […]

 

تېره ورځ د مهاجرینو ریاست لخوا د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ د سرې کلا په سېمه کې جګړه ځپلو او  بې وزلو کورنیو سره مرسته وسوه.

دمرستندویه ادارو له لوري د خوراکي توکو او دلګښتي مالونو برابره سوې مرسته تېره ورځ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست کارکوونکو، مجاهدینو، ګذر وکیلانو ، قومي مخورو،  دیني علماوو ، د یو لړ موسساتو استازو او يو شمېر نورو مسؤلینو په لاسونو وویشل سوه.

په دغو مرستو کې چې د مهاجرینو د ریاست لخوا د نوزاد ولسوالۍ سرې کلا په سېمه کې  په ۱۳۷  هغو کورنیو چې په جنګونو کې یې د کورنۍ غړي شهیدان او یا هم ټپيان سوي وه؛ د غوړو، اوړو، او خوراکي توکو سربیره د ۱۲ قلمه بېلا بېلو توکو مرسته شامله وه.

د مرستو د ویش پر مهال خلګو د مرستندویه ادارو له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې په هلمند ولایت کې د بې کارۍ کچه بې حده لوړه ده او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه باید نړیواله مرستندویه ادارې په دې ولایت کې د بنسټیزو پروګرامونو او پروژو په تطبیق کې د ولایتي ادارې او خلکو لاسنیوی وکړي، چې په دې سره به بې وزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره سوي وي.

د هلمند ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو  ریاست کارکونکو  د مرستو د ویش پر مهال رسنیو ته وویل هغه کورنۍ چې د جګړو او طبیعي پیښو له امله له خپلو ځایونو څخه بې ځایه سوي وه د یوې شفافي سروی وروسته د مهاجرینو ریاست لخوا ورسره ۱۲ قلمه مرسته وسوه.
د دوی په خبره مرستې ته اړتیا لرونکي کسان مخ په ډیریدو دي، او له مرستندویه بنسټو یې وغوښتل چې له دې ادارې سره کار وکړي ترڅو قربانیانو ته نورې مرستې ورسوي او توزیع یې کړي.
دا په داسي حال کې ده  چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست لخوا په هلمند ولایت کې په بیلا بیلو وختونو او بیلابیلو ولسوالیو کې  له نورو رابې ځایه سویو کورنیو سره هم مرستي ترسره کړي.

نېټه:۱۴۴۳/۵/۲۴ هـ ق.