نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ د لښکرګاه ښار د ۵۰ پنځوس اړمنو ښځوسره چي په ښار کي به یې سوالګري کوله نغدي مرسته وسوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او د HAARRC موسیسې په مالي لګښت د لښکرګاه ښار د ۵۰ پنځوسو […]
د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ د لښکرګاه ښار د ۵۰ پنځوس اړمنو ښځوسره چي په ښار کي به یې سوالګري کوله نغدي مرسته وسوه.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او د HAARRC موسیسې په مالي لګښت د لښکرګاه ښار د ۵۰ پنځوسو سوالګرو ښځو نغدي مرسته وسوه.
خبر زیاتوي چي ددې سوالګرو ښځو سروې د ولایت مقام په ځانګړې لارښوونه د استخباراتو ریاست او امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا ترسره سوې وه.چي پر بنسټ یې نن او پرون دغه نغدي مرسته توزیع او ووېشل سوه. خبر کي راغلي چي هري کورنۍ ته ۱۲۹۰۰افغانۍ ورکړل سوې چي د توزیع پر مهال یې د ولایت مقام،استخباراتو ریاست،امنیه قوماندانۍ او کډوالو چارو ریاست استازو هم ګډون کړی وو. مرسته د پوره شفافیت په پام کي نیولو سره ووېشل سوه.
نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۶ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.