هلمند کې د پوهني ریاست لپاره نوی سرپرست رئیس و ټاکل سو:

  نن چهارشنبه د هلمند پوهني نوی رئیس محترم مولوي محمدعوض انصاري د پوهني د وزیر له لوري د دې ریاست کارمندانو ته ور معرفي او رسماً یې په دنده پیل وکړ. د افغانستان د پوهني سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نورالله منیر صاحب د هلمند پوهني د نوي ریس مولوي محمد عوض انصاري صاحب […]

 

نن چهارشنبه د هلمند پوهني نوی رئیس محترم مولوي محمدعوض انصاري د پوهني د وزیر له لوري د دې ریاست کارمندانو ته ور معرفي او رسماً یې په دنده پیل وکړ.

د افغانستان د پوهني سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نورالله منیر صاحب د هلمند پوهني د نوي ریس مولوي محمد عوض انصاري صاحب د معرفت  په غونډه کې ګډوانوالو ته په وینا کې وویل چې بشري قوه، رهبري او د کار وړ مدیریت او خدمت وړاندې کول د یوه نظام له اساسي جوړښتونو څخه ګڼل کیږي .

د پوهنې وزیر وویل چې د پوهنې په تعلیمي سیستم کې اصلاحات راوستل د ټولو ولسونو دنده ده؛ ښاغلي منیر زیاته کړه چې د افغانستان خلک حق لري چې د اصلاحاتو راوستلو لپاره خپل نظریات له دغه وزارت او په ولایتونو کې د ریاستونو سره شریک کړي.

د پوهني وزیر  د باختر اژانس سره د خبرو پر مهال زیاته کړه چې د پوهنې وزارت د هېواد بنسټ جوړوي ترڅو چې د یو هېواد بنسټ جوړ نه سي هغه هیواد او ولس یې هیڅ ډول پرمختګ نسي کولای.

نوموړي وویل چې دې ولایت ته یې د راتګ موخه دلته د معارف پر وړاندي پرتو ستونزو څخه ځان خبرول دي.

هغه زیاته کړه چې هلمند ولایت ته به په راتلونکي تعلیمي کال کې زیاته پاملرنه وسي دده په وینا چې د هلمند ولایت د ښوونکو ستونزي به ډېر ژر حل کړي .

همدا راز یې وویل چې د شخصي ښوونځیو لپاره یې پلان ترتیب کړی دی او ډېر ژر به د تطبیق په موخه وړاندي سي.

ښاغلي منیر وویل چې دې ولایت کې د کتابونو او قرطاسیو د نشتوالي ستونزه به په راتلونکو ورځو کې حل سي او هم به مسلکي ښوونکي په دندو وګمارل سي .

د هلمند د پوهني مخکني ریس ښاغلي مولوي عبدالباري شهاب صاحب د دې ریاست د ټولو کارکونکو د فعالیتونو او کړنو ستاینه وکړه او نوي رئیس ته یې د مبارکۍ تر څنګ  هیله وښوده ترڅو د هلمند د پوهني ریاست د  لا زیات پرمختګونو او لاسته راوړنو شاهد واوسې.

د پوهنې نوي ریس ښاغلي مولوي محمدعوض انصاري  له مخکني رئیس څخه د مننې تر څنګ وویل چې د مخکني رئیس د تجربو څخه په ګټه اخیستني سره به د پوهنې په برخه کې د بېلابېلو استعدادونو څخه په ګټه اخیستني سره به د یاد ولایت د پوهني بهیر لا چټک کړي.

ښاغلي انصاري د ښوونکو پر ستونزو او مقام خبري وکړې او زیاته یې کړه چې ښوونکي په هر ځای او سیمه کې هڅه کوي تر څو خلګ  له بدو کړنو څخه  راوګرځوي او ښې لاري ته یې وهڅوي.

د یادوني وړه ده چې پوهنې وزیر تېره ورځ هم د معارف د چارو لیدنه وکړه او د معارف پر وړاندي یې د ستونزو د حل په موخه د ښوونکو او اداري کارکونکو سره وکتل.

نېټه:۱۴۴۳/۷/۸ هــ ق