هلمند کې د غنمو کفشک حشرې او نورو نباتي امراضو د مخنیوي کمپاین ادامه لري:

  په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د کرنې ادارې اړوند بوټیو ساتني مدیریت فني کارمندانو لخوا مخکې د کفشک حشرې او نورو نباتي امراضو او افاتو میخانیکي مخنیوي کمپاین پیل شوی وو، چې تر دې دمه یې زرګونه هکتاره د غنمو کروندې له یادي حشرې څخه پاکي کړي دي. د غنمو د […]

 

په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د کرنې ادارې اړوند بوټیو ساتني مدیریت فني کارمندانو لخوا مخکې د کفشک حشرې او نورو نباتي امراضو او افاتو میخانیکي مخنیوي کمپاین پیل شوی وو، چې تر دې دمه یې زرګونه هکتاره د غنمو کروندې له یادي حشرې څخه پاکي کړي دي.

د غنمو د وږي نیولو په مرحله کي د كفشك حشره له شيرې، پاڼو ، تنې او دانې څخه تغذيه كوي ، او پر همدې وخت دا حشره د غنمو دانو ته زهري مواد داخلوي ، چې له مخې یې د غنمو کیفیت او کمیت خرابیږي.

دا مهال د یادي حشرې د مخنیوي میخانیکي کمپاین دهلمند مرکزي سیمو ترڅنګ په ګڼو ولسوالیو کي ادامه لري، ترڅو زموږ د کرونده ګرو دغنمو کښتونه دنوموړي آفت څخه خلاص او د باکیفیته حاصلاتو لرونکی وي.

ددې تر څنګ د یوشمېر نباتي امراضو او افاتو نمونې له ولسوالیو څخه مرکز لښکرګاه ښار ته په دې موخه انتقالیږي چې دلته ورباندې لابراتواري ټسټ او تجریبه صورت ونیسي، امراض او افات تشخیص او په مقابل کې یې کرونده ګرو ته لازمې سپارښتني او عملي روزني ورکول شي.

نیټه ؛۱۴۴۳/۹/۲۳ هـ ق.