نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ پنج شنبه دهلمند ولایت دصفونو دتصفيې کمېسیون د دفتر اعضائو، دهمدې ولایت داستخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب په مشرۍ ګرشک ولسوالۍ ته یوګډ سفر وکړ. په دغه سفرکي د ولایت استازی محترم شریف مولوی صاحب، دامنیه قوماندانۍ سرپرست محترم حاجي نوراني صاحب، او دعزم قول اردو استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب […]
تېره ورځ پنج شنبه دهلمند ولایت دصفونو دتصفيې کمېسیون د دفتر اعضائو، دهمدې ولایت داستخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب په مشرۍ ګرشک ولسوالۍ ته یوګډ سفر وکړ. په دغه سفرکي د ولایت استازی محترم شریف مولوی صاحب، دامنیه قوماندانۍ سرپرست محترم حاجي نوراني صاحب، او دعزم قول اردو استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب هم ګډون درلود.
نوموړي پلاوي دګرشک ولسوالۍ دولسوال، امنیه قوماندان ، دکنډکانو اوحوزو دمسؤلینو او ګڼ شمېر نورو مجاهدینو سره غونډه وکړه.
غونډه دمعمول سره سم دقران عظیم الشان دڅو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
ورپسې دیاد کمېسیون غړي محسن حاجي مولوی صاحب دمجلس ګډونوالو ته دصفونو دتصفیې کمېسیون داهمیت او ارزښت په اړه اغېزمنه وینا وکړه، نوموړي زیاته کړه چې دا.ا.ا. لخوا دیاد کمېسیون جوړېدل دښمنان متأثره کړي دي او واقعًا هم دا کمېسیون مقابل جانب ته دناهیلۍ زنګ دی. ښاغلي محسن وویل چې دصفوفو تصفیه داسلامي نظام د دوام اوبقا لپاره اساس دی. او دهمدې شرعي نظام ساتنه زموږ او ستاسي مشترک هدف دی نو باید په اتفاق سره دغه مقصد ته ځانونه ورسوو.
او ټولو مسؤلینو او مجاهدینو دپوره همکاری ژمنه وکړه او دايې خپل اسلامي دنده وبلل.
وروسته محترم شریف مولوي صاحب د موضوع اړوند خبري وکړې. نوموړي وویل چی هر مجاهد باید خپل صورت او سیرت پر شریعت برابر جوړ کړي اوخپل ورسپارل سوی مسؤلیت په اخلاص سره سر ته ورسوي. او هر مجاهد باید داسي خدمت وکړي چې د ولس زړونه خپل اوخوشحاله وساتي.
هغه په خپلو خبرو کي داهم وویل چې هر مجاهد داحق نلري چې خود سره تلاشۍ وکړي،دخلګو په ټلفونانو کې وګوري اویا په ګزمو کې دخلګو مهمان خانو ته ورسي البته که په کوم ځای کې غیر شرعي یا دامارت خلاف مجلسونه او ټولني کېدلي نو دولسوالۍ دمسؤل ترخبرتیا وروسته دي مربوط ارګان قانوني عملیات ترسره کړي.
ښاغلي شریف زیاته کړه چې هيڅ مسؤل باید چاته دکوم جرم جزا ورنکړي او نه کومه موضوع خود سره فیصله کړي بلکه دا چاري ترمحاکمو پوري تعلق لري د هغوی دفرمان موافق به اجرآت کېږي.
دګرشک ولسوالۍ ټولو مسؤلینو او مجاهدینو دپوره همکارۍ ژمنه وکړه چي موږ به په ګرشک ولسوالۍ کي داسلامي نظام دساتلو لپاره او دولس دخدمت لپاره شپه او ورځ یوه کړو او هیچاته به اجاره ورنکړو چي منفور خلګ دځانو سره ملګري کړي.
دغونډي په پای کي محترم محسن حاجي مولوی صاحب دصفونو دتصفیې لپاره دمشرتابه لخوا تصویب سوی طرز العمل په تفصيلي توګه بیان اوکاپیانې يې دغونډي ګډونوالو ته د ولایتي دفتر دنمبر سره ضم توزیع کړي.
او غونډه په اختتاميه دعا سره پای ته ورسیده.
نېټه؛۱۴۴۳/۵/۲۰ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.