نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رئیس مولوي سید جلال الدین آغا په ځانګړي هدایت او د طبعي سرچینو د امریت اړوند جنګلاتو مدیریت د مسلکي کارمندانو لخوا د بولان ځنګل په سوځېدلي ساحو کي د نوي نیالګیو د ایښودلو لپاره د ځمکي د اماده کولو بهیر جریان لري چي ژر به […]
د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رئیس مولوي سید جلال الدین آغا په ځانګړي هدایت او د طبعي سرچینو د امریت اړوند جنګلاتو مدیریت د مسلکي کارمندانو لخوا د بولان ځنګل په سوځېدلي ساحو کي د نوي نیالګیو د ایښودلو لپاره د ځمکي د اماده کولو بهیر جریان لري چي ژر به د نوي نیالګیو د کښینولو لړۍ هم راپیل کړي . د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبعي منابعو د امریت د فني کارمندانو په وینا چي اوس مهال د ځنګل هغه نیالګي چي د بېلابیلو عواملو له امله سوځیدلې وه له منځه وړي او د نوي نیالګیو لپاره ورته ځمکه اماده کوي چي ژر به د نوي نیالګیو د ایښودلو لړۍ راپیل کړي تر څو ځنګل یو ځل بیا زرغون سي . د هلمند ولایت د کرني ریاست په پلان کي لري چي د یاد ځنګل د سرسبزۍ لپاره شپیته زره (۶۰۰۰۰) نوي نیالګي کښېنوي. ځنګلونه چي د انسانانو لپاره یوه لویه شتمني ده تر څنګ یې د هوا د پاکوالي او د اکسیجن د تولید زریعه هم ده نه یوازي دا چي د انسانانو لپاره بلکه د ژوندیو موجوداتو ، مرغانو ، څارویو او وحشي حیواناتو د اوسېدو ځاي هم دی او د هیواد د اقتصاد د ودي یوه مهمه او ضروري سرچینه هم ګڼل کیږي. د هلمند ولایت د کرني ریاست د ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چي د ځنګلونو په ساتنه او پاکوالي کې پوره همکاري وکړي. د یادوني وړ ده چي د بولان په مرکزي قوریه، بولان څیړنېز فارم او د یاد ځنګل د بیارغولو په پروسه کي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي لګښت او د بشري قواوو د انکشاف اداره(HRDA) مؤسسې له طرفه ۳۰۰ تنه کارګران د میاشتنۍ معاش په بدل کي په دنده ګمارل سوي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.