هلمند کې د باران موسیسې له خوا د عامي روغتیا ریاست سره مرسته سوه

  دباختر اطلاعاتي اژانس د خبریال د خبر له مخي هلمند کې د باران موسیسې له خوا ددغه ولایت دعامي روغتیا ریاست سره د یوتعداد اړینو اجناسو مرسته وسوه. دیادي موسیسې ولایتي مسئول ډاکتر صبغت الله ذاکر باختر اژانس ته وویل چې په مرسته سوو اجناسو کي د عامي روغتیا د کتلوي معافیت د واکسین […]

 

دباختر اطلاعاتي اژانس د خبریال د خبر له مخي هلمند کې د باران موسیسې له خوا ددغه ولایت دعامي روغتیا ریاست سره د یوتعداد اړینو اجناسو مرسته وسوه.
دیادي موسیسې ولایتي مسئول ډاکتر صبغت الله ذاکر باختر اژانس ته وویل چې په مرسته سوو اجناسو کي د عامي روغتیا د کتلوي معافیت د واکسین د کارکونکو د پاره ۳۰ عرادې موټرسېکلان،۳۰ لوډسپېکران،۳۰ دانې فرشونه او ۳۰ دانې دواکسناتورانو داړتیا وړ بکسونه شامل دي.چې شاوخوا دوه نیم میلونه افغانۍ ارزښت لري.

په یادو مراسمو کې د باران موسیسې د کابل دفتر مسئول،د همکارو موسیسو مسئولینو او د هلمند د عامي روغتیا رئیس الغازي مولوي صاحب هم ګډون کړی وو.

ښاغلي الغازي مولوي صاحب دیادي موسیسې څخه د منني او قدرداني ترڅنګ وواکسناتورانو ته د یادو اجناسو د ښه استعمال او ښه حفظ او مراقبت سپارښتني وکړې.

نېټه:۱۴۴۳/۷/۵ هــ ق