نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
هلمند کې د باران موسیسې ترچتر لاندي د هلمند ټولو ولسوالیو د روغتیایي مرکزونو له پاره د طبي او غیر طبي وسایلو او تجهیزاتو د توزیع دمراسمو په مناسبت غونډه وسوه: نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې د باران موسیسې تر چتر لاندي د هلمند د ټولو ولسوالیو د روغتیایي مرکزونو […]
هلمند کې د باران موسیسې ترچتر لاندي د هلمند ټولو ولسوالیو د روغتیایي مرکزونو له پاره د طبي او غیر طبي وسایلو او تجهیزاتو د توزیع دمراسمو په مناسبت غونډه وسوه:
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې د باران موسیسې تر چتر لاندي د هلمند د ټولو ولسوالیو د روغتیایي مرکزونو له پاره د طبي او غیرطبي وسایلو او تجهیزاتو د توزیع په مناسبت غونډه وسوه.
یاده غونډه کې چې د ولایت مقام ،استخباراتو،عامي روغتیا،اطلاعاتو فرهنګ ریاستونو او همدارنګه د باران موسیسې او نوروموسیسو او ادارو مسئولینو او استازو ګډون پکې کړی وو. د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه. وروسته د باران موسیسې مسئول ښاغلي ډاکتر حاجي محمد د یادو موادو د توزیع او اهمیت په اړه بشپړ او لازم اړین معلومات وړاندي کړه. نوموړي وویل چې یاد درې شپیته ۶۳ قلمه طبي او غیر طبي اجناس د هلمند ټولو ولسوالیو و روغتیایي مرکزونو ته ورکول کېږي. چې د روغتیا اړوند هر ډول توکو علاوه دېرش ۳۰ عرادې موترسېکلان هم پکې شامل دي. هغه په ځانګړي ډول د موسی قلعه،بغني،باغران،ګرشک او هزارجفت د پنځو غټو روغتیایي مرکزونو یادونه وکړه چې دهغو لپاره د الترساوند،ایکسرې،اندسکوپي،اې،سې،جي.ECG او همدارنګه د عملیات خانې د اړینو توکو او نورو ډول ډول اړینو او قیمتي ماشینونو او اجناسو بندبست سوی دی.
چې په مجموع کې د څه دپاسه یولس ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت اجناس خریداري سوي،چې ډېر ژر به یې اړوند روغتیایي مرکزونو ته د وېش او تقسیم لړۍ پیل سي. ښاغلي حاجي محمد د باختر خبري اژانس ته وویل چې د هلمند په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې د یو موسیسې له خوا د هلمند د روغتیایي مراکزو سره په يو ځل او په دومره غټ تعداد او ارزښت مرسته ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه چې یاد توکي به ډېر ژر د هلمند وټولو روغتیایي مرکزونو ته ورسېږي چې وروسته به یې هره میاشت د نظارت او تعقیب چاري د ګډ هیئت له لوري تر سره کېږي. ترڅو وتوانېږو یاد توکي په ښه ډول مراقبت او سالمه ګټه ورڅخه واخیستل سي.
وروسته د هلمند د عامي روغتیا رئیس محترم الغازي مولوي صاحب د باران موسیسې د مسئولینو څخه مننه وکړه او د هغوی هڅي او دهلمندي ولس سره د هغوی خدمات یې وستایل او په دې اړه یې مفصلي خبري وکړې.
نوموړي وویل چې موږ به په خپل ټول توان سره هڅه وکړو چې یاد طبي اجناس تر اړوند روغتیایي مراکزو په سالم ډول ورسوو او بیا یې هلته د حفظ او مراقبت تر څنګ د سالم استعمال په اړه جدي تدابیر طرحه او عملي کړو. هغه وویل چې زموږ تر ټولو مهم کار به دا وي چې د روغتیایي مراکزو د پرسونل ظرفیت لوړ کړو او د هغوی په مسلکي کولو کې خپل هڅه او هاند جاري وساتو. او دوهم تر ټولو مهم کار له پاره تعهد او ژمنتیا اخلاص او امانت داري ده چې باید ضرور ورته کار وسي او موږ ورڅخه پوره اطمنان ترلاسه کړو.
ښاغلي الغازي دباختر خبري اژانس ته په ټینګار سره وویل چې زموږ له پاره تر تشریفاتو عملي کار او خدمت مهم دی او موږ د همدې هدف له پاره کار کوو.
وروسته د هلمند ولایت مقام نماینده محترم حاجي مطیع الله اغا صاحب د عامي روغتیا ریاست او باران موسیسې د مسئولینو څخه مننه وکړه او د هغوی هڅي او خدمات یې وستایل او د هغوی څخه یې د لانورو او پروخت خدماتو او ښه کار کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل چې هلمند یو جنګ ځپلی او وچکالۍ ځپلی ولایت دی چې په هربخش او په ځانګړي ډول د روغتیا په بخش کې وعاجلو مرستو ته اړتیا لري. نو په کارده چې اړوند بنسټونه یې د راجلبولو لع پاره هیڅ راز هڅي ونه درېغوي.
غونډه د اختتامیه دعاء په کولو سره پای ته ورسېدل.
نېټه:/۱۴۴۳/۶/۲۱ هــ. ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.