هلمند کې دصفوفو دتصفیې کمېسیون نن دلښکرګاه په سرحدي لېواءکي غونډه وکړه:

د هلمند ۲۱۵ عزم قول اوردو له پاره دصفوفو دتصفیې کمیسیون مسؤل محترم مُحسن حاجي مولوي صاحب او دامربالمعروف استازي مولوي سیداحمدحسین صاحب دلښکرګاه په سرحدي لېواء کي دیادي لېوا د مجاهدینو سره غونډه وکړه. غونډه د معمول سره سم د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه. ورپسې دعزم […]

د هلمند ۲۱۵ عزم قول اوردو له پاره دصفوفو دتصفیې کمیسیون مسؤل محترم مُحسن حاجي مولوي صاحب او دامربالمعروف استازي مولوي سیداحمدحسین صاحب دلښکرګاه په سرحدي لېواء کي دیادي لېوا د مجاهدینو سره غونډه وکړه.

غونډه د معمول سره سم د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.
ورپسې دعزم قول اردو دامر بالمعروف او نهي عن المنکر مسؤل مولوي سیداحمدحسین صاحب مجاهدینو ته په خطاب کي وویل چي ازادي په مادیاتو نه وه بلکي دالله تعالی په نصرت او دمجاهدینو دقربانیو په نتیجه کي زموږ لاس ته راغله
نو په کار ده چې د دې نعمت شکر اداکړو.

نوموړي وویل که موږ اوتاسو پرځان امر بالمعروف او نهي عن المنکر جاري کړو دالله ج شکر به اداسي اوبیابه کامیابي زموږ او ستاسو وي.

له هغه نه بعد دصفوفو دتصفیي کمیسیون له خوا دعزم قول اردو له پاره ټاکل سوي مسؤل محسن حاجي مولوي صاحب
مجاهدینو ته وویل چی موږ او تاسو ډیره غټه دعوه کړې هغه دعوه چي داسلامي نظام داقامې له پاره ده نو داسي نه چي په خپله داعیه کي ناکامه سو.

ده وویل زموږ شهیدان هم د شرعي نظام دجوړولو له پاره قرباني سوي دي اوډيري غټي قربانی مو ورکړي دي

که موږ او تاسو په ځانونوکي اصلاحات رانه ولو په صف کي مفسدینو ته ځای ورکړو هم به مو دشهیدانو ارمانونه دخاورو سره خاوري سي هم به مو په نظام کپ فساد پیداسي.

غونډه ده دعا په لوستولو سره پای ته ورسیدل.

نېټه:۱۴۴۳/۵/۸/ هـ ق