هلمند کې ترډېر ځنډ وروسته دپاسپورټ ورکولو لړۍ یوځل بیا پیل شوه 

  دهلمند پاسپورټ مدیریت نن په هلمند کې خپل کار پیل کړ.د کار دپیل په اړه یې دیاد مدیریت مدیر محترم حافظ حبیب الرحمن خبیب صاحب وویل  د دې لپاره چې د خلګو وخت بې ځایه تېر نسي نو د هلمند پاسپورټ مدیریت د هلمندي ولس لپاره د پاسپورټ اخیستلو په موخه لاندي مهالوېش جوړ […]

 

دهلمند پاسپورټ مدیریت نن په هلمند کې خپل کار پیل کړ.د کار دپیل په اړه یې دیاد مدیریت مدیر محترم حافظ حبیب الرحمن خبیب صاحب وویل  د دې لپاره چې د خلګو وخت بې ځایه تېر نسي نو د هلمند پاسپورټ مدیریت د هلمندي ولس لپاره د پاسپورټ اخیستلو په موخه لاندي مهالوېش جوړ کړی دی.

نو لطفا دي د هري سیمي خلګ د مهالوېش مطابق مراجعه وکړي او بې ځایه مزاحمت دي نکوي.هم به یې ستونزه پر وخت حل سي او هم به د نورو خلګو وخت نه نیسي.حق به په خپل وخت حقدار ته ورسېږي.

البته عاجل مریضان د دې مهالوېش څخه مستثنا دي.

 

نېټه:۱۴۴۳/۵/۱۰ هـ ق