هلمند کي UNHCR  د ۳۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه

  دغه مرسته نن د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA او د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست په همکارۍ یو ځل بیا د مرکز او ولسوالیو څه باندي ۳۵۰ داخلي بې ځای سویو سره د ۴۰۰ ډالرو ،چي معادل یې  ۴۲۰۰۰ زره افغانۍ کېږي نغدي مرسته وسول.   د هلمند […]

 

دغه مرسته نن د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA او د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست په همکارۍ یو ځل بیا د مرکز او ولسوالیو څه باندي ۳۵۰ داخلي بې ځای سویو سره د ۴۰۰ ډالرو ،چي معادل یې  ۴۲۰۰۰ زره افغانۍ کېږي نغدي مرسته وسول.

 

د هلمند ولایت  د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو ریاست رئیس مولوي الاداد انقیادي صاحب د باختر آژانس د خبریال ګل محمد غورځنګ سره د خبرو پر مهال وویل؛ دا هغه بې ځایه سوې کورنۍ دي چي د جګړو پر مهال یې کورونه نړیدلي او یا هم له خپلومېنو بې ځایه سوي ، چي په وینا یې نن هم یاده نغدي مرسته د داخلي بې ځایه سویو کورنیو سره د بیا ځای پر ځای کېدو په موخه سوې.

 

نوموړی وایي،د یادو کورینو سروې HRDA او WAW په مرسته په شفافه توګه ترسره سوې او ټولي مستحقي کورنۍ دي، چي په وینا یې په راتلونکي کي به هم چاته اجازه ورنه کړي ، چي غیرو مستحقو کورنیو ته مرستي ور کړي.

 

نوموړي دغه راز وویل؛ چي دا مرسته د مرکز لښکرګاه ، دریمه حوزه بولان، او پنځمه حوزه مختار سیمو تر څنګ د ناوې ، نادعلي ، او مارجې ولسوالیو د اوسېدونکي سره وسول.

 

د حاجي محمد او محمد غوث په نوم دوه تنه چي نن یې نغدي مرسته ترلاسه کړه د خوښۍ تر څنګ وویل؛ دا پیسې به یې تر ډېره اړتیاوي ورپوره کړي او زیاته یې کړه چي دوی به په دې پیسو اوړه ، غوړي او نور ژمني اړین توکي رانیسي.

نوموړو غوښتنه کول،چي اسلامي امارت او نور خیریه بنسټونه دي نوري مرستي هم راسره وکړي ، ځکه د ژمي په راتلو سره به یې اړیتا وي نوري هم زیاتي سي.

 

د یادوني وړه ده ، چي د تېري پنج شنبې په ورځ هم د  UNHCR مؤسسې په مالي همکارۍ د ۳۵۰ کورنیو سره ورته نغدي مرسته وسول.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۵/۷ هـ ق