هلمند کي UNHCR د ۳۱۷ اړمنو او بې وزلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه :

  نن ورځ پنجشنبه دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د مرستو په دوام د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA او د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست په همکارۍ د مرکز او ولسوالیو څه باندي ۳۱۷ جګړه ځپلو، اړمنو او بې وزلو کورنیو سره د۵۰۰ډالرو ، چي ۴۸۵۰۰ زره افغانۍ […]

 

نن ورځ پنجشنبه دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د مرستو په دوام د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA او د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست په همکارۍ د مرکز او ولسوالیو څه باندي ۳۱۷ جګړه ځپلو، اړمنو او بې وزلو کورنیو سره د۵۰۰ډالرو ، چي ۴۸۵۰۰ زره افغانۍ کېږي نغدي مرسته وسول.

د یادو کورنیو سره د نغدي پیسو مرسته په دې موخه سوې ، څو په دغه نغدي پیسو ژمني توکي برابرکړي.

د هلمند ولایت د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو ریاست رئیس مولوي الهداد انقیادي صاحب د خپلوخبرو پر مهال وویل؛ دا هغه بې ځایه سوې کورنۍ دي چي، د جګړو پر مهال یې کورنه نړیدلي او یا هم بي ځایه سوي وې چي په دغو مرستو به ژمني توکي برابروي .

هغه کسانو چي نن یې نغدي مرسته ترلاسه کړه خوښي وښودل؛ اوزیاته یې کړل چي دامرستي به تر ډېره زموږ اړتیاوي پوره کړي .

دا په داسي حال کي ده ، چي تېره ورځ هم په لښکرګاه ښارکي دUNHCR نړیوالي کمېټي لخوا د ۲۲۳ جګړه ځپلو او غریبو کورنیو سره د ۳۷۵ ډالرو نغدي مرسته وسول.

نېټه:/۱۴۴۳/۴/۲۷/ هـ ق