نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په دغه ولایت کي د مرستو په دوام نن د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA او د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست په همکارۍ یو ځل بیا د مرکز او ولسوالیو څه باندي ۲۲۳ جګړه ځپلو، اړمنو او بې وزلو کورنیو سره د ۳۷۵ ډالرو ، چي ۳۶۰۰۰ زره افغانۍ […]
په دغه ولایت کي د مرستو په دوام نن د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA او د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست په همکارۍ یو ځل بیا د مرکز او ولسوالیو څه باندي ۲۲۳ جګړه ځپلو، اړمنو او بې وزلو کورنیو سره د ۳۷۵ ډالرو ، چي ۳۶۰۰۰ زره افغانۍ کېږي نغدي مرسته وسول.
د یادو کورنیو سره د نغدي پیسو مرسته په دې موخه سوې ، څو په دغه نغدي پیسو کاري زمینې برابري کړي او یا هم ژمني توکي پرې واخلي.
د هلمند ولایت د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو ریاست رئیس مولوي الاداد انقیادي صاحب د باختر آژانس د خبریال ګل محمد غورځنګ سره د خبرو پر مهال وویل؛ دا هغه بې ځایه سوې کورنۍ دي چي اقتصادي ستونزي لري ، د جګړو پر مهال یې کورنه نړیدلي او یا هم زیاتي بې وزلي وي.
نوموړی وایي، د یادو کورینو سروې په شفافه توګه ترسره سوې او ټولي مستحقي کورنۍ دي،چي په وینا یې په راتلونکي کي به هم چاته اجازه ورنه کړي ، چي غیرو مستحقو کورنیو ته مرستي ور کړي.
د ګل محمد او عبدالسلام په نوم دوه تنه چي نن یې نغدي مرسته ترلاسه کړه د خوښۍ تر څنګ وویل؛ دا پیسې به یې تر ډېره اړتیاوي ورپوره کړي او زیاته یې کړه چي دوی به په دې پیسو اوړه ، غوړي او نور ژمني اړین توکي رانیسي .
نوموړو غوښتنه کول،چي اسلامي امارت او نور خیریه بنسټونه دي نوري مرستي هم راسره وکړي ، ځکه د ژمي په راتلو سره به یې اړیتا وي نوري هم زیاتي سي.
دا په داسي حال کي ده ، چي یوه اونۍ وړاندي هم په سنګین ولسوالۍ کي د ژوغورني نړیوالي کمېټي لخوا د ۵۰۰ جګړه ځپلو او غریبو کورنیو سره د ۲۶۰۰۰ زره افغانیو نغدي مرسته وسول.
نېټه؛۱۴۴۳/۴/۲۶ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.