هلمند کي IFRC  د ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي او حفظ الصحي توکو مرسته وکړه

دغه اته قلمه مرسته نن یکشنبه د هلمند په مرکزلښکرګاه کي د سرې میاشتي تر چتر لاندي د IFRC  یا د سرو میاشتو او سره صلیب د ټولنو د فیدارسیون له لوري  د هغه کورنیو سره وسول ، چي زیات بې وزله وي اویا هم د جګړو ، وچکالۍ او نورو حوادثو له امله زیانمن […]

دغه اته قلمه مرسته نن یکشنبه د هلمند په مرکزلښکرګاه کي د سرې میاشتي تر چتر لاندي د IFRC  یا د سرو میاشتو او سره صلیب د ټولنو د فیدارسیون له لوري  د هغه کورنیو سره وسول ، چي زیات بې وزله وي اویا هم د جګړو ، وچکالۍ او نورو حوادثو له امله زیانمن سوي دي.

 

په دې خوراکي توکو کي ۱۰ کیلو غوړي، ۵۰ کیلو اوړه ، ۲۵ کیلو ورجي ،لوبیا ،چای او نور خوراکي توکي او د حفظ الصحي توکو کېټونه شامل دي چي هري کورنۍ ته ورکول کېږي.

 

د سرو میاشتو او سره صلیب د ټولنو فیدارسیون یا IFRC د سرې میاشتي سره په همکارې په هلمند کي د ۳۰۰۰ جګړه ځپلو او غریبو کورنیو سره د خوراکي اوژمنیو توکو تر څنګ د حفظ الصحي توکو مرسته کوي چي له جملې یې ۱۵۰۰ کورنیو ته په مرکز او د پاته ۱۵۰۰ کورنیو سره په مارجه ،خانشین، او دېشو ولسوالیو کي د یادو توکو مرسته کوي.

 

پر همدې مهال د هلمند ولایت د سرې میاشتي رئیس مولوي فضل محمد فضلي صاحب د باختر آژانس د خبریال ګل محمد غورځنګ سره د خبرو پر مهال وویل؛ د یادو کورنیو سروې د ځانکړي ټیم لخوا په راڼه او شفافه توګه سوې او ټولي مستحقي کورنۍ یې په نښه او سروې کړي دي.

نوموړي د یادي نړیوالي خیریه مؤسسې مننه وکړه چي هلمند کي یي د بې وزله او جکړه ځپلو کورنیو سره همکاري وکړه او له نورو مرستندویه مؤسساتو یې هم غوښتنه وکړه چي دې ولایت ته پاملرنه وکړي او له اوسېدونکو سره یې اړیني بشري مرستي وکړي.

پر ورته مهال د بې بې حوا په نوم یوې مېرمني باختر آژانس ته وویل؛ د جګړو له امله له خپلي سیمي بې ځایه سول چي په وینا یې  خاوند یې مړ سوی او د ګټي وټي هم څوک نه لري .

نوموړې وایي؛ په کورنۍ کي ۶ تنه اولادونه ور دغاړي دي او یاده مرسته به یې د یوې میاشتي لپاره اړتیا ور پوره کړي غوښتنه یي کول چي دولت او نورو خیره بنسټونه دي نوره مرسته هم را سره وکړي.

 

دغه راز لعل محمد او حمیدالرحمان هم د مرستي د شفافي توزیع خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي په کورنیو کي ۲۰ تر ۱۶ غړي لري او دوي د ژمي په دې ساړه موسم کي د سختو  اقتصادي مشکلاتو او ستوزنزو سره مخ دي ځکه د دوي په وینا د جګړو له امله یې کورنه ونړېدل او له خپلو سیمو بې ځایه سول چي اوس بشري اړینو مرستو ته اړیتا لري.

دوی هم له امارت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتني کولې.

دا په داسي حال کي ده چی درې ورځي وړاندي هم د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ ، په تطبیق د HRDA  او د هلمند ولایت  د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ  د ۱۴۵۲ جګړه ځپلو او غریبو کورنیو سره نغدي مرسته وسول.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۵/۲۹ هـ ق.