هلمند کي ۳۷ تنه زده کوونکي د انګلیسي ژبي له زده کړي فارغ شول

  نن د ذکي ښونیز مرکز څخه د انګلیسي ژبي له زده کړي ۳۷ تنه زده کوونکي فارغ سوه چي مناسبت یې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د فرهنګي مرکز د غونډو په تالار کي یو شانداره غونډه وسوه. په یاد پروګرام کي د ذکي ښوونیز مرکز استادانو، اداري کارمندانو، ددولتي […]

 

نن د ذکي ښونیز مرکز څخه د انګلیسي ژبي له زده کړي ۳۷ تنه زده کوونکي فارغ سوه چي مناسبت یې
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د فرهنګي مرکز د غونډو په تالار کي یو شانداره غونډه وسوه.

په یاد پروګرام کي د ذکي ښوونیز مرکز استادانو، اداري کارمندانو، ددولتي ارګانو مسؤلینو، د ښوونيزو مرکزونو مسؤلینو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو، پیل یې د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو ورپسې د یاد ښوونیز مرکز مسؤل محترم حبیب الله ذکي د انګلیسي ژبي د ارزښت او اهمیت په اړه ارزښتناکي خبري وکړې وکړي، نوموړي وویل: د انګلیسي ژبي له دغه کورس څخه ستاسي فراغت په دې معنا نه دی چي نور دي د انګلیسي ژبي له کتابونو سره مخه ښه وسي بلکه تاسي باید د انګلیسي ژبي د افهام او تفهیم د قوي کولو لپاره لا ډیره مطالعه وکړئ.

تردې وروسته د الازهر ښوونیز مرکز مسؤل نعمت الله وفا په اوسني عصر کي د انګلیسي ژبي د زده کړي پر اړتیا او ارزښتونو خبري وکړې.

د غونډي په وروستیو کي د ذکي ښوونیز مرکز د ادارې لخوا فارغ سوو زده کوونکو ته د فراغت اسناد ورکړل سوه.
یاد پروګرام په دعائیه وینا پای ته ورسېد.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۳ هـ ق