نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند پاسپورټ ریاست مسئولین وايي : په دغه ولایت کي شاوخوا څلو زره کسانو د پاسپورټ اخیستلو لپاره نوم لیکنه کړې، چي له جملې یې ۱۳۰۰ کسانو ته پاسپورټونه رسېدلي او پاته نور يې تر مراحلو لاندي دي. د پاسپورټ ریاست د مسؤلینو په وینا دلته اکثره هغه کسان د پاسپورټ د […]
د هلمند پاسپورټ ریاست مسئولین وايي : په دغه ولایت کي شاوخوا څلو زره کسانو د پاسپورټ اخیستلو لپاره نوم لیکنه کړې، چي له جملې یې ۱۳۰۰ کسانو ته پاسپورټونه رسېدلي او پاته نور يې تر مراحلو لاندي دي.
د پاسپورټ ریاست د مسؤلینو په وینا دلته اکثره هغه کسان د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کوي چي د خپلو ناروغانو د تداوۍ یا نورو کارونو لپاره بهرنیو هیوادونو ته د تګ اراده لري.
د هلمند ولایت د پاسپورټ رئیس حبیب الرحمان حبیب وايي : نږدې هره ورځ له ۷۰ تر ۸۰ کسانو د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کوي ، موږ هم په نوبت او پوره نظم د همدې کسانو لپاره قانوني طی مراحل ترسره کوو.
همدا راز د پاسپورټ غوښتونکي وايي : یاده پروسه پوره شفافه او رڼه ده ، خو د کارکونکو کمښت له امله د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره ډیر وخت انتظار باسي.
دغه ډول دوی زیاتوي که د پاسپورټ ریاست اداري کارکوونکي زیات سي نو له یوې خوا به د ډېرو کسانو پاسپورټ غوښتنو ته رسیده ګي وسي ، او له بلي خوا به د عوایدو په زیاتوالي کي د پام وړ پرمختګ رامنځ ته سي.
د یادوني وړده چي هلمند کي د پاسپورټ ریاست له تیرو دریو میاشتو راهیسي بیا په کار پیل کړی چي اوس مهال يې کاري بهیر له هر ډول تخنیکي ستونزو پرته پر مخ ځي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۷ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.