هلمند کي کروندګر په خپله خوښه د کوکنارو کرل سوي کروندې له منځه وړي:

  د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کي ځایي کروندګر په خپله خوښه او رضامندۍ د خپل کوکنارو کرل سوې کروندې له منځه وړي او د بدیلو کروندو په کرلو بوخت دي. د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د وروستي فرمان په اساس چي د کوکنارو او نشه […]

 

د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کي ځایي کروندګر په خپله خوښه او رضامندۍ د خپل کوکنارو کرل سوې کروندې له منځه وړي او د بدیلو کروندو په کرلو بوخت دي.

د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د وروستي فرمان په اساس چي د کوکنارو او نشه ئي توکو پر کښت یې بندیز لګولی دی د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کي ګڼ شمېر کروندګرو خپل هغه کرل سوي کښتونه بیرته له منځه وې وړل چي څه مده وړاندي یې کرلې وه او تراوسه لا ثمر ته نه وه رسېدلې.
دوی زیاته کړه چي د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د امر اطاعت زموږ اسلامي دنده او دیني وجیبه ده.موږ به یې په هر حالت کي اطاعت کوو.
کروندګرو وویل چي دوی به د کوکنارو پر ځای نور کښتونه وکري او د بدیلو کروندو خواته به مخه وکړي.
هغوی د کوکنارو د کښت بندیز د افغانانو په ګټه یاد کړ او د امیرالمومنین د فرمان څخه یې خپله خوښي او رضامندي څرګنده کړه.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۷ هــ ف