هلمند کي په ۳ میاشتو کي ۱۳۰۰ ترافیکي پېښي رامنځ ته سوي:

دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د بست روغتون مسئولین وايي په دې ترافیکي پېښو کي شاوخوا شپږ ویشت تنه يې مړه او تر زر ډېر يې ژوبل سوي دي. هلمند کي د ترافیکي پېښو کچه په دې ورستیو کي خورا زیاته سوې ده . دغه پېښي نه یوازي په لښکرګا ښار بلکه په بېلابېلو ولسوالیو […]

دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د بست روغتون مسئولین وايي په دې ترافیکي پېښو کي شاوخوا شپږ ویشت تنه يې مړه او تر زر ډېر يې ژوبل سوي دي.

هلمند کي د ترافیکي پېښو کچه په دې ورستیو کي خورا زیاته سوې ده .

دغه پېښي نه یوازي په لښکرګا ښار بلکه په بېلابېلو ولسوالیو کي هم نږدې هره ورځ کېږي.

د هلمند د بست روغتون آمر ډاکټر فیض الله محمدي وايي : دوی ته په تېرو دریو  میاشتو کي د ۱۳۰۰ ترافیکي پېښو له امله تر زر ډېر ټپیان او شاوخوا شپږویشت تنه مړي ور وړل سوي دي.

دهلمند د ترافیکو مدیریت مرستیال سردارمحمدولي زاده باختر خبري اژانس ته وویل  چې دترافیکي پېښو په تړاو يې د قتل یو شمېر دوسيې څارنوالۍ ته هم لېږلي دي چي اوس مهال تر څېړني لاندي دي.

دولي زاده په وینا چي دا ډول پېښې ټولي د موټر چلونکو له خوا د ترافیکي اصولو څخه سرغړونه اود بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کېږي.

 

نوموړی وایي چي دلته یو شمېر کسانو په دې ورستیو کي ترافیکي زده کړي ترلاسه کړي دي او خپل لایسنسونه اخلي وايي اکثره دغه پیښې د ولسوالیو څخه ښار ته تلونکي کسانو له امله رامنځ ته کېږي ، ځکه په ترافیکي اصولو نه پوهېږي او موټر سره بې احتیاطي کوي ، که ټول موټر چلونکي لایسنس ترلاسه کړي ، او ترافیکي زده کړي وکړي ، نو د پېښو کچه به کمه سي.

 

د یادوني وړده چي هلمند کي نږدې هره ورځ ترافیکي پيښې کېږي ، چي لوی لامل يي له ولسوالیو څخه ښار ته د راتلونکو کسانو نه پاملرنه بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو څخه ناخبرتیا په ګوته کېږي ، د ترافیکو مسولین وايي دوی اوس مهال پرله پسې ورکشاپونه جوړ کړي ، او موټر چلونکو ته عملي او نظري زده کړي ورکوي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۶ هـ ق