هلمند کي ولسي وګړو د امریکا د ولسمشر پرېکړه په سختو ټکو وغندله

د هلمند اوسیدونکو د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه پریکړه چي له مخي به یې د افغانستان د ملي شتمنۍ یوه برخه د سپټمبر د ۱۱ مي پیښي د قربانیانو پر کورنیو وېشل کیږي په کلکو ټکو وغندله .   دوی زیاتوي چي دا پیسې د افغان ولس دي او د امریکا ولسمشر هیڅ ډول […]

د هلمند اوسیدونکو د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه پریکړه چي له مخي به یې د افغانستان د ملي شتمنۍ یوه برخه د سپټمبر د ۱۱ مي پیښي د قربانیانو پر کورنیو وېشل کیږي په کلکو ټکو وغندله .

 

دوی زیاتوي چي دا پیسې د افغان ولس دي او د امریکا ولسمشر هیڅ ډول اخلاقي او قانوني حق نه لري، چي په دې پیسو کي تصرف وکړي، همداراز دوی زیاتوي چي د جوبایډن دغه پرېکړه د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی چي په خبره یې امریکا د نظامي ماتي ورورسته خپله اخلاقي ماته هم څرګنده کړل.

 

هلمند کي د پوهنتون استاد عبدالودود طراح  وايي : په حقوقي لحاظ بایډن د افغانستان د ولس د شتمنیو په ویش او غلا کي هیڅ حق نلري، او دوی نسي کولای چي د افغانستان د خلکو پیسې د امریکا پر هغه وګړو ووېشي چي افغانانو ته ورته هیڅ ډول زیان نه دی رسولی، سره له دې چي امریکایانو په تېرو شلو کلونو کي افغان خاوره اشغال کړې وه او پر افغان ولس یې بېلابېل ظلمونه ترسره کړي ددې پرځای چي امریکا د خپلو ظلمونو او ناروا کړنو په اړه له افغانانو بخښنه وغواړي خو برعکس یې د افغانانو پر ملي شتمنۍ په ډېره سپین سترګۍ قبضه ولګول.

 

همداراز هلمندي صرافان وايي : نه یوازي دا چي امریکا د افغانانو په پیسو کي د تصرف حق نلري بلکه افغان ملت پر امریکا حق لري ، چي د افغانانو ټول کنګل سوي ارزي ذخایر خوشي کړي او بانکې سیسټم ته د خلاصون لاره ورکړي ، ترڅو افغان ولس له لوږي او نوري دربدرۍ څخه خوندي پاته سي، دوی پر ملګرو ملتونو او بشري بنسټونو ږغ کوي، چي د امریکا د دغه ناقانونه پریکړې پر وړاندي چپ پاته نسي.

له بلي خوا د بشري حقونو د څار سازمان هم دغه پریکړه غندلې ده ، دغه سازمان پخپلو تازه څرګندونو کي ویلي چي بایډن د افغانستان د اقتصادي سقوط په لټه کي دی سرچینه وايي بایډن په دې غیر منطقي کار سره وښوده چي غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي.

 

د افغانستان د کنګل سوو شتمنیو د خوشي لپاره د اسلامي امارت  له پرله پسې غوښتنو وروسته بیا هم د امریکا ولسمشر جوبایډن تیره شپه  د یوه فرمان په اساس حکم وکړ چي دا اووه میلیارد ډالر دي دوه برخي سي، نیمايي دي د سپټمبر د ۱۱ مي پیښي د قربانیانو کورنیو ته ځانګړي سي او پاته نوري دي په افغانستان کي د بشري مرستو لپاره ولګول سي.

 

دغه پریکړه د افغانانو له خوا په سختو ټکو غندل سوې او پر ټولنیزو رسنیو يې په دې اړه خپل احساسات څرګند کړي.

دوی دغه پریکړه ، ظالمانه، غیر عادلانه او د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف وګڼل.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۱ هـ ق