هلمند کي له دوه سوه کورنیو سره نغدي مرسته وشوه 

دهلمند دکډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او د یو این ایچ سي ار موسسې په مالي لګښت او دایچ ارډي اي موسسې په همکارۍ او د ولایت مقام او استخباراتو ریاست ترڅار او نظارت لاندي په لښکرګاه ښار کي له دوه سوه کورنیو سره نغدي مرسته وشوه دهلمند دکډوالو چارو سرپرست رئیس محترم انقیادي مولوي […]

دهلمند دکډوالو چارو ریاست په رهبرۍ او د یو این ایچ سي ار موسسې په مالي لګښت او دایچ ارډي اي موسسې په همکارۍ او د ولایت مقام او استخباراتو ریاست ترڅار او نظارت لاندي په لښکرګاه ښار کي له دوه سوه کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دهلمند دکډوالو چارو سرپرست رئیس محترم انقیادي مولوي صاحب وايي چي په دې مرستو کي هري کورنۍ ته دپنځه ۸۵ اتيا نه تردوه۲۰۰ سوه پنځه دېرش ډالره پوري نغدي پیسې ورکول کېږي
ترڅو دا کورنۍ دکورني اقتصاد دپیاوړتيا په منظور پرې کاروبار وکړي.

دی وايي دروان کال تر پایه دوی پلان لري چي ترپنځه زره کورنیو پوري دا ږمرسته ورسوي ترڅو په مرکز او ولسوالیو کي بیځایه سوو او زیانمن سوو کسانو ته دکارو بار زمینه برابره کړي.

بلخوا مرسته اخیستونکي له دي پروسې خوشحاله دې او دا دکورني تجارت لپاره یواغېزمن ګام بولي
دوی وايي هیله لري چی دهمدې پیسو په ذریعه په تجارت سره دخپلي کورنۍ مشکلات حل کړي.

ديادوني وړده چي هلمند کي په دا وروستیو کی دزرګونه کورنیو سره دخیریه بنسټونو لخوا مرستي سوي دي
ترډېره حده په دې مرستو سره دفقر او لوږي ګراف ټيټ سوی دی.

دکډوالو چارو ریاست وايي یواځي په تېره اونۍ کی تر نه ۹۰۰ سوه کورنیو پوري مرستي رسېدلي دي.

نېته؛۱۴۴۳/۵/۸ هـ ق