نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
هلمند: نن په هلمند فرهنګي مرکز کي لسګونو ځوانانو د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن د هغه پریکړي پر ضد لاریون وکړ چي د افغانستان کنګل سوي پیسې دي د سپټمبر د ۱۱ پیښې قربانیانو ته ورکړل سي. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیر حافظ عبدالباري (حنظله) د بايډن پریکړه غیري عادلانه […]
هلمند:
نن په هلمند فرهنګي مرکز کي لسګونو ځوانانو د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن د هغه پریکړي پر ضد لاریون وکړ چي د افغانستان کنګل سوي پیسې دي د سپټمبر د ۱۱ پیښې قربانیانو ته ورکړل سي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیر حافظ عبدالباري (حنظله) د بايډن پریکړه غیري عادلانه وبلل او زیاته یې کړه چي امریکا لومړی د افغانستان د خلګو پیسې کنګل کړې او وروسته یې بله شرمونکې پریکړه وکړل چي د افغانستان پیسې دي د سپټمبر د ۱۱ پیښي قربانیانو ته ورکړل سي دده په خبره چي د امریکا له لوري د افغانستان بودیجه کي داسي بې ځایه لاسوهنه د نړۍ هیڅ قانون له مخي نسي منل کېدای او د بایډن دا کړنه او پریکړه یې غیري عادلانه او بې ځایه پریکړه وبلل. ښاغلي حنظله زیاته کړه چي امریکا کي د سپټمبر ۱۱ پېښه له افغانانو سره هیڅ ډول تړاو نه لري.
د هلمند پوهنتون د ورزشي کلب مسؤل استاد اغاولي (محمدي) وویل چي امریکا په افغانستان کي ستره او تاریخي ماته وخوړه نو په دې ډول پریکړو غواړي له افغانستان څخه غچ واخلي.
د اراکوزیا پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ رئیس عبدالمنان سلطاني او د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ د پښتو ادبیاتو د ډیپارټمنټ آمر کنګل سوي پیسې د ولس شتمني وبلل او زیاته یې کړه چي امریکا دي د سپټمبر د پیښي تاوان له افغانانو نه اخلي دوی د بایډن دا کړنه د نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله.
اعتراض کوونکو وویل چي د افغانستان ولس به تر هغه پوري خپلو اعتراضونو او مظاهرو ته دوام ورکړي تر څو چي د افغانستان پیسې بیرته نه وي ورکړل سوي.
اعتراض کوونکو له نړیوالي ټولني وغوښتل چي د افغانانو په حق کي دي سترګي نه پټوي او د کنګل سوي شتمنۍ د خلاصون لپاره دي لاس په کار سي او د افغانانو سره دي مرسته وکړي.
د یادوني وړ ده چي دوې اونۍ وړاندي هلمندي صرافانو او تجارانو هم د امریکا ددې پریکړي پر ضد لاریون وکړ او د کنګل سوو پیسو د خوشي کولو او افغانانو ته یې د سپارولو غوښتنه کول.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۲ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.