نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن سه شنبه دهلمند مرکز لښکرګاه ښار کي سلګونو کسانو د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغي پریکړي چي د افغانستان کنګل سوي پیسې دي د سپټمبر د پېښي قربانیانو ته ورکړل سي په ضد لاریون وکړ. لاریون کوونکو د هلمند ملي راډیو ټلوېزون ته وویل چي امریکا کي د سپټمبر ۱۱ پېښه له افغانانو […]
نن سه شنبه دهلمند مرکز لښکرګاه ښار کي سلګونو کسانو د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغي پریکړي چي د افغانستان کنګل سوي پیسې دي د سپټمبر د پېښي قربانیانو ته ورکړل سي په ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د هلمند ملي راډیو ټلوېزون ته وویل چي امریکا کي د سپټمبر ۱۱ پېښه له افغانانو سره هیڅ ډول تړاو نه لري او د افغانستان پیسې باید قربانیانو ته د ورکړي په نوم لوټ نه کړل سي.
هغو وویل چي امریکا د تېر شل کلن اشغال په ترڅ کي زرګونه بې ګناه ښځي او ماشومان په شهادت ورسول. د دوی په وینا چي امریکا باید د هغو زرګونو افغانانو تاوان ورکړي چي د دوی د چاپو او بمباریو په ترڅ کي يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
اعتراض کوونکو د بایډن پرېکړه له افغانستان او افغانانو سره ښکاره دښمني وبلل. دوی همدا راز له ملګرو ملتونو بشري حقونو د څارسازمان او اسلامي همکاریو سازمان څخه غوښتنه وکړل چي پر امریکا ږغ وکړي ترڅو خپله پرېکړه بیرته واخلي او د افغانستان کنګل سوې شتمني خلاصه کړي.
تجارانو او صرافانو ملي راډیو ټلوېزون سره د خبرو پر مهال وویل چي د امریکا حکومت د خپلي ناکامۍ غچ په دې ډول له بېوزله افغانستان څخه اخلي.
د دوی په وینا چي تر شل کلني جګړې ورسته لا هم افغان ولس د امریکا له ظالمانه اقتصادي بندیزونو او پرېکړو څخه زوریږي. ددې ولایت اوسیدونکي وايي امریکا ماته سوې ده او غواړي په دغه ډول پرېکړو خپله ماته پټه کړي او غچ یې له بې ګناه افغانانو واخلي.
د یادوني وړ ده چي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ نېټه د امریکا د نیویارک ښار پر لویو تجارتي مرکزونو د الوتکو په جنګولو سره بریدونه ترسره سول چي سلګونه امریکایان پکښې ووژل سول.
نېټه:۱۴۴۳/۷/۱۴ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.