هلمند کي د ۷۵ بې ځایه سوو کورنیو سره نغدي مرسته وسوه:

  هلمند کي دغه نغدي مرسته نن د  (IRC) یا د ژغورني نړیوالي کمېټې له خوا په لښکرګاه ښار کي د هغه کورنیو سره وسوه چي د جګړو له امله د خپلو مېنو څخه بې ځایه سوي وې. په یاده مرسته کي ۷۵ کورنۍ شاملي وې چي هري کورنۍ ته ۱۴ زره افغانۍ نغدي پیسې […]

 

هلمند کي دغه نغدي مرسته نن د  (IRC) یا د ژغورني نړیوالي کمېټې له خوا په لښکرګاه ښار کي د هغه کورنیو سره وسوه چي د جګړو له امله د خپلو مېنو څخه بې ځایه سوي وې.

په یاده مرسته کي ۷۵ کورنۍ شاملي وې چي هري کورنۍ ته ۱۴ زره افغانۍ نغدي پیسې ورکړل سوې ترڅو په یادو نغدي پیسو خپلو کورنیو ته ژمني اړین توکي واخلي او خپلي اړتیاوي پرې پوره کړي.

پر ورته مهال فدا محمد او نور احمد چي یاده مرسته یې تر لاسه کړې د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي ډېر خوښ یو چي نن راسره د نغدي پیسو مرسته وسوه او زیاته یې کړه چي  دغه نغدي پیسې د څه مودې لپاره ددوی اړتیاوي ور پوره کولای سي، خو غوښتنه یې کول چي نوري خیریه مؤسسې او دولت دي دوی هیڅ وخت له پامه نه غورځوي ځکه په وینا یې ژوند یې سخت دی.

د هلمند ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست رئیس مولوي الله داد (انقیادي) وویل چي د یادو کورنیو  سروې څو میاشتې وړاندي په شفافه توګه سوې او هغه کورنۍ چي مستحقي وې د پېښو له امله زیانمني سوي وې او یا هم له خپلو مېنو بې ځایه سوي وې په نښه او سروې کړي.

د یادونې وړه ده ،چي د ژغورني نړیوالې کمېټې تر دي وړاندي هم د هلمند ولایت په یو شمېر ولسوالیو کي د جګړه ځپلو، بې وزله او بې ځایه سوو کورنیو سره د ورته نغدي پیسو مرستي کړي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۰ هـ ق